|
د خيبر ايجنسۍ په جگړه کې ١٨ کسان وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په قبايلي خيبر ايجنسي کې د دوو اسلام پالو مشرانو د پلويانو ترمينځ جګړو کې لږترلږه ٢٦ کسان وژل شوي دي د قبايلي سيمو لپاره يوۀ حکومتي وياند شاه زمان خان وويل چې جګړه د دوشنبې يا پير په ورځ ( د کب ٧ د مارچ ٢٧ ) د خيبر ايجنسې باړې ته نژدې هغه وخت شروع شوه چې د مفتي شاکر په مشرۍ د ډلې وسله والو کسانو د مخالفې ډلې د مشر پيرسيف الرحمن د يو پلاوي په کور بريد وکړ . له بريد وروسته په ځوابي ډزو کې د مفتي شاکر د ډلې پنځه کسان ووژل شول . ځايي خلک وايي چې جګړه نن سهار دوه بجې يو وارې بيا هغه وخت شروع شوه چې د مفتي شاکر وسله والو قبايلو د يو افغان مبلغ پير سيف الرحمن په پلاويانو بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ١٨ کسان ووژل شول . ځايي خلک وايي چې پيرسيف الرحمن د ١٩٨٠ په لسيزه کې له افغانستان نه پاکستان ته راغلى وو چې په خېبر ايجنسۍ کې په زرګونو پلاويان لري . رپوټونه وايي چې وژل شويو کسانو کې ١٣ افغان کډوال هم شامل دي چې ويل کيږي د پيرسيف الرحمن ملګري وو . خېبر ايجنسۍ کې د تاجرانو د اتحاديې يو مشر نثارافريدى وايي چې نيمه پوځي ځواک خېبر ايجنسۍ ته تلونکې ټولې لارې تړلي دي او سيمه کې وضعه خرابه ده . رپوټونه وايي چې دواړو غاړو د يو بل پلاويان يرغمل نيولي دي چې ويل کيږي کوچنيان او ښځې پکې هم شاملې دي. خېبر ايجنسي کې په تيرو دريو مياشتو کې تشنج يا تاوتريخوالى تر هغې وروسته زيات شو چې مفتي شاکر د خپل ايف ايم ريډيو سټيشن د لارې په خپلو پلاويانو غږ وکړ چې افغان مبلغ پير سيف الرحمن دې له خېبر ايجنسۍ څخه وباسي . پيرسيف الرحمن د حکومت او امنيت د يوې جرګې په وينا تيره مياشت له خېبر ايجنسۍ څخه د پنجاب صوبې مرکز لاهور ته منتقل شو او خپل ريډيو سټيشن يې حکومت ته وسپارۀ . د قبايلي سيمې وياند شاه زمان وايي چې مفتي شاکر هم له سيمې څخه وتلى و خو خپل ايف ايم ريډيو سټيشن يې بند نه کړ او د ريډيو سټيشن له لارې يې پلاويانو د پيرسيف الرحمن په ضد تبليغاتو ته دوام ورکړ چې دې کار په سيمه کې تشنج يو وارې بيا زيات کړ . د خيبر ايجنسۍ يوقبايلي مشر حاجى ظريف وايي چې قبايل د افغان کډوالو مخالف نه دي او دوى له ايجنسۍ څخه ايستل نه غواړي . حاجي ظريف زياته کړه چې د مفتي شاکر او پيرسيف الرحمن مذهبي عقيدې د جګړو اصلې سبب دى . هغه وويل چې د جګړې د ختمولو او امنيت ټينګولو لپاره يوه قبايلي جرګه رابللې شوې ده . د پيرسيف الرحمن په اړه ويلي کيږي چې د پيري موريدي پلاوى دى چې مفتي شاکر د دغه عقيدو په کلکه مخالفت کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||