BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اسراييليان په مهمو پارلماني ټاکنو کې رايې اچوي
اسراييلي ټاکنې
اسراييلي ولسمشر دغه ټاکنې د خپل هيواد تر ټولو مهمې وبللې .
اسرايليان په عامه ټاکنو کې رايې اچوي چې ولسمشر موشي کتزاف د هيواد په تاريخ کې تر ټولو مهم بللي دي .

د دې انتخاباتو اعلان د لومړي وزير اريل شارون تر دماغي سکتې وړاندې شوى وو.

نوموړى له تېرې جنورۍ څخه په کوما کې دى. دده له خوا نوې جوړه شوې ډله کديمه په لومړي ځل ټاکنو کې برخه اخلي .

دې ټاکنو ته د لويديځې غاړې د راتلونکي په اړه د ټول پوښتنې په توگه کتل کيږي.

داسيمه په ١٩٦٠ کال کې د اسراييلو له خوا نيول شوې وه.

په سيالۍ کې شامل موقت لومړى وزير ايهود المرت غواړي دځينو سيمو له ساتلو سره د هيواد لپاره دايمي پولې وټاکي .

ښاغلى المرت له لومړنيو کسانو څخه وو چې خپله رايه يې وکاروله . ده اسراييليان وهڅول چې په رايو کې برخه واخلي .

ويره دا ده چې په انتخاباتو کې د رايې کارونکو فيصدي به کمه وي خو ځينو ځايونو کې بياهم اوږدې ليکې ليدل شوې دي.

ډيرو خلکو بي بي سي ته ويلي چې رايه ورکول د دوى مسوليت دى ځکه چې دا ټاکنې به د دوه ډله خلکو يعنې اسراييلو اوفلسطينيانو د راتلونکې په ټاکلو کې مرسته کوي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت