|
په فارياب کې د ډله ييزو وژنو خبره پورته شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پر هغه چا چې د نوي لمريز كال په لومړۍ ورځ د فارياب پر والي د وسله وال بريد شك كيږي . د پوليسو له خوا نيول شوى دى . د فارياب ولايت د پوليسو مشر وويل چې شكمن بريد كونكى يې د كورنيو چارو وزارت ته د پلټنو لپاره استولى دى . خو د بريد په تور د دغه سړي نيولو يو لړ نورې خبرې چې په دغه ولايت كې له ډله ييزو وژنو سره تړاؤ لري راپورته كړي دي . د والي پركاروان د بريد په تور د نادر په نامه د نيول شوي تن كورنۍ يو شميرسيمه ييز پخواني قومندانان د دوى د شپږ تنو خپلوانو پر ډله ييزه وژنه تورن كړل . پر بريد د تورن سړي نيول داسې غوټې راسپړي چې ځينې سيمه ييز قومندانان د ملكي خلكو په ډله ييزه وژنه تورن ښيي . انجينر محمد نظر يو له هغو كسانو څخه دى چې ورور يې د ده په وينا د اوو مياشتو راهيسې بې دركه و او په دې وروستيو كې يې د يو شمير نورو كسانو د بدن له غړو سره د وجود پرې شوې ټوټې وموندل شوې . ((دا ډيره ستونزمنه ده چې د ټېليفون له لارې يې ووايم . امنيې قومندان ته ټولو ادارو ته . له يوناما نيولې د بشري حقونو تر دفتره پورې مو١٠ځلې د وژل شوو كسانو د بدن د ټوټو انځورونه او عكسونه چارواكو ته وروښودل او عريضې مو وكړې . په نادر يې هم لار جوړه كړه او وې نيوه.زه له وژل شوو كسانو څخه د يوه ورور يم . اوه مياشتې كيږي چې وينه څښو غږ مو څوك نه اوري .)) دغه خلك د فارياب والي عبدالطيف ابراهيمي له هغو كسانو سره په مرسته تورنوي چې وايي د دوى خپلوان يې وژلي دي . ښاغلى نظر وايي هغه څوك چې دوى يې خپل دښمن بولي له والي سره يو ځاى د دوى كلي ته ورغلى او د وسله والې نښتې د رامنځته كېدو لامل وګرځېد (( والي صاحب راغى .زموږ د كور په وړاندې په ٥٠ مټرۍ كې دواړو ستړې مشې وكړه. زموږ مخالف تن له څو تنو وسله والو كسانو سره زموږ په كلي كې ګرځيده . موږ هم ځان لرو . له خپل پت څخه مو تل دفاع كړې ده . اصلآ جګړه هغه پيل كړه . د والي پر ګاډي چا بريد نه دى كړى . ښه تاسو ووايئ زموږ په كلي كې زموږ دښمن څه كول .)) خو د فارياب والي عبدالطيف ابراهيمي له بي بي سي سره د يوې لنډې ټيليفوني اړيكي په ترڅ كې دغه تور رد كړ او د مسالې په اړه يې نور جزيات ور نه كړل . د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر هم په دې تړاو د ځينو پوښتنو له ځواب څخه ډډه وكړه خو د فارياب ولايت د پوليسو مشر جنرال خليل الله ضيايي بي بي سي ته وويل چې په ډله ييزه وژنه كې د تورنو كسانو د نيولو لپاره د څارنوالۍ امر ته سترګې په لار دي . ده زياته كړه چې نا مسوله وسله والو كسانو په دې ولايت كې د خلكو ژوند له ګواښ سره مخامخ كړى دى او د ټيكاؤ د رامنځته كولو په وړاندې خنډ جوړوي . خو په همدې ترڅ كې د ازادۍ د ګوند مشر جنرال عبدالملك وويل چې د فارياب د والي پر كاروان د بريد په تور يې څوك پوليسو ته نه دي سپارلي بلكې د نادر په نامه يې خپل يو ملاتړى له يو شمير سپين روبو سره د كورنيو چارو وزارت ته ليږلى دى چې د د ه په وينا په ډله ييزه وژنه كې له ښكيلو كسانو سره ددغه وزارت په مرسته خبر سپينه كړي . د فارياب والي تيره اوونۍ د هغه بريد پړه چې وايي د دۀ پر كاروان وشو پر جنرال ملك واچوله. خو ښاغلي ملك هر ډول پوځي فعاليت رد كړ . جنرال عبدالملك د شمال د يو بل وتلي پخواني قومندان جنرال رشيد دوستم مخكښ سيال بلل كيږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||