|
افغانستان د امنيت نوې تگلاره جوړوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې ډېر ژربه دافغانستان د ملي امنيت ملي تگلاره جوړه شې، او ورسره به د امنيت په برخه کې نوي گامونه پورته شي. په دغو گامونو کې د ملي اردو ، ناټو او ايتلافي ځواکونو گډ امنيتي عمليات ښودل شوي دي . دا په داسې حال کې ده چې تير کال د افغانستان په ځينو سيمو کې امنيتي وضع ښه نه وه ا و د ځانمرگي بريدونو کچه هم د تيرو کلونو په پرتله لوړه شوې وه . د افغانستان د دفاع وزارت ويا ند جنرال ظاهر عظيمي وويل چې د افغانستان د ملي امنيت د تگلارې له مخې به په روان کال کې د ايتلاف او ناټو ځواکونه تر يوۀ چوکاټ لاندى راشي او د ناټو تر مشرۍ لاندى به ورته واحده قومانداني جوړه شي . جنرال عظيمي وويل د ناټو څه د پاسه ٦٠٠٠ ځواکونه به د افغانستان په هلمند ، زابل او ارزگان ولايتونو کې ميشت شي او د ملي اردو ٦٠٠٠ ځواکونه به په پکتيکا او هلمند کې ځاى پر ځاى شي . ښاغلي عظيمي وويل تير کال په ټول افغانستان کې ٥٣ ځانمرگې بريدونه شوي او په ډاگه يې کړه چې دوى ١٦ بريد ونه شنډ کړي دي . هغه د دې ډول ځانمرگې بريدونو د مخنيوي لپاره د عصري وسا يلو او سيمه ييزې همکاريو اړتيا ته اشاره وکړه . ښاغلي عظيمي وويل افغان ځواکونو تير کال د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د دولت يو ١٩٦ مخالف جنگيالي وژلي او په زرگونو ميله سپکه او درنه وسله ېې تر لاسه کړې ده . جنرال عظيمي وويل چې د سرتيرو د هڅونې لپاره ېې سږ کال د ملي اردو ځواکونو ته يو لړ ځانگړي امتيازونه په پام کې نيولي او په دى برسيره يې د هغوى د تنخواه گانو يادونه هم وکړه . اوس مهال د افغانستان ملي اردو ٣٦ زره سرتيري لري چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې په امنيتي دندو بوخت دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||