BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:21 گرينويچ 2006 ,28 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان عيسوى خوشي شو او اوس پناه غواړي

مزار شريف
پرون په مزار شريف کې گڼ شمير کسانو مظاهره وکړه او ويې ويل چې نړيوال فشارونه بايد د عبدالرحمن په قضيه کې ونه منل شي .
عبدالرحمن چې د مسيحت دين ته د اوښتو له امله د مرگ له سزا سره مخامخ وو بيرته خوشي شوى دى.

د افغانستان لويه څاروالي وايي چې خوشې شوى عبد الرحمن رواني ناروغ وو. خو لاهم د هغه د ناروغۍ په اړه څيړنې روانې دې.

عبدالرحمن اوس مهال په کابل کې دى او چارواکي وايي چې هغه له نړيوالې ټولنې څخه په بهر کې د استوگنې غوښتنه هم کړى ده.

د افغانستان لويې څاروالۍ د عبدالرحمن د خوشې کيدو امر د هغه د رواني ناروغۍ دليل په مخې ته کولو صادر کړى دى.

د لويې څارنوالۍ مرستيال محمد اسحق الکو بي بي سي ته وويل چې عبدالرحمن په رواني ناروغۍ اخته وو او دوى د قانون له مخې خوشي کړى دى.

ښاغلي الکو زياته کړه عبدالرحمن به د ملگرو ملتونو د نړيوالې ټولنې له لورى د صحي څيړنو په موخه له هيواد څخه بهر وليږدول شي.

هغه زياته کړه عبد الرحمن اوس مهال په کابل کې دى او که چيرې د نوموړي دغه ناروغي ثابته نه شې نو دى به بيرته محاکمې ته را وغوښتل شي.

په کابل کې د ملگرو ملتونو د نړيوال سازمان وياند ادرين ادوارد وايي کيدې شي د عبدالرحمن د کډوالۍ غوښتنه د دغې ادارى له لورې ومنل شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت