|
وردگ : د عبدالله گوښه کول يو طبيعي امر دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت وايي ولسي جرگې ته د کابينې وړاندې شوى نوملړ د تخصص پربنسټ جوړ شوى او دوى ډاډه دي چې د ولسي جرگې د منلو وړ دي. دا خبره د افغان حکومت د يوه لوړ پوړي چارواکي له خوا په داسې حال کې کيږي چې ولسي جرگې ته د نوې کابينې وړاندې شوي نوملړ باندې د دغې جرگې غړو نيوکې کړي دي . د پارلماني چارو وزير ډاکټر فاروق وردگ په يوې خبري غونډې کې دا هم وويل چې د ډاکټر عبدالله گوښه کول يو طبيعي امر دى او په کابينې کې د بدلون په موخه شوى. دا د بهرنيو چارو د پخواني وزير ډاکټر عبدالله له ليرې کولو وروسته د هغۀ په باب د افغان حکومت لومړنى غبرگون دى . د افغانستان د پارلماني چارو وزير ډاکټر فاروق وردگ وويل نوې کابينه له ډيرو سلامشورو او وړتيا ارزونکو څيړنو وروسته جوړه شوې او د افغانستان د گټو له مصلحته پرته هيڅ ډول مصلحت په پام کې نه دى نيول شوى. ډير خلک نيوکه کوي چې د پخوانۍ کابينې ډيرى پاتې راغلي وزيران په نوې کابينې کې بيا گډون لري. خو ښاغلى وردگ په دې باور دى چې په کابينې کې شته پخواني ١٥ وزيران بشپړه وړتيا لري او د ده په وينا دا ډول نيوکې له انصافه ليرې دي. د پارلماني چارو وزير وويل نوې کابينې کې يو شميرهغو نوو کسانوته هم ځاى ورکړل شوى چې د حکومت په نورو څوکيو کې يې کار کاوه، له دې چې په خپلو کارونو کې بريالي وو نوې کابينې ته ور وپيژندل شول. ښاغلي وردگ د بهرنيو چارو له وزارت څخه د ډاکټرعبدالله د ليرې کيدو په اړه وويل دا په ټولو هيوادونو کې يو طبيعي امر دى او د چارو د لاښه کولو لپاره له وخت سره سم تر سره کيږي. خو ښاغلي وردگ ونه ويل چې د چارو له لا ښه کولو يې موخه څه ده. د ښاغلي کرزي په نوې کابينې کې د ښځود لږې ونډې په اړه فاروق وردگ وويل ښځو ته د سفارتونو په گډون يو شمير نورې څوکۍ بېلي شوي چې ژر به اعلان شي. ده وويل ښځې کولى شي آن په سترې محکمې کې هم گډون ولري. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||