BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:00 گرينويچ 2006 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
مشرانو جرگې کالنۍ بودجه ومنله

ملي شورا
له ځينو وړانديزونو وروسته د مشرانو جرگې بودجه ولسي جرگې ته وړاندې کړه .
د ١٣٨٥ کال لپاره د افغان دولت له خوا ټوله وړاندې شوې ٢ ميليارده ډالره بودجه د مشرانو د جرگې لخوا ومنل شوه او له يو لړ وړاندېزونو سره يې ولسي جرگې ته د تصوېب لپاره ولېږله.

د مشرانو د جرگې مرستيا ل ډاکټر برهان الله شينوارى وايې حکومت د روان کال اړتيا وو ته په کتو سره بودجه ټاکلې وه، او دوى هم پرې يو لړ وړاندېزونه ورزېات کړل .پعنې له ځېنو وزارتونو نه بودجه کمه او ځېنو نورو ته ور زېاته شوه.

افغان دولت په ١٣٨٥ کال کې ٨٣٨ ميلون ډالره عادي بودجه ښولې چې د تېر کال په پرتله ١١ فېصده زياتوالي پکې راغلي .

د ښاغلي برهان په وينا ٥٢٠ ميلون ډالره به يې له کورنېو عوايدو څخه ترلاسه کېږي او پاتې نوره يې د بهرنيو مرستو څخه ، چې د کورنيو عوائېدو په زېاتوالي کې هم ٢١ فېصده زېاتوالي ښول شوي .

دافغانستان د ماليې وزېر انوارالحق احدي وايې اېله ٥ کاله وروسته به خپله عادي بودېجه له کورنيو عواېدو پوره کړي

دافغانستان پر مختيايې بودجه ټوله له بهرنيو مرستو څخه برابريږي چې تېرکال افغان دولت ونه شو کولاي د خپلې پر مختياي بوديجې په سلگونو ميليونه ډالره مصرف کړي .

خو د مشرانو جرگې مرستيال برهان الله شينواري وايې دوى به په راتلونکې کال کې په دې اړه له دولت نه کلکې پوښتنې وکړي چې ولې يې ونه شو کولاي پيسې مصرف کړي .

تردې وروسته به دافغانستان د ملي بودجې په څومره والي ولسي جرگه خپل بحتونه کوي .

افغان دولت وايې د افغانستان د پرمختيايې ستراتيژۍ د ٥ کلن پلان پر بنسټ يې دغه بودجه د سږکال لپاره ټاکلي ، او هڅه به وکړي چې په روان کال کې د خلکو په ژوند کې ښه والي راشي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت