|
سنليس : د کروندو اړول مخالفين غښتلي کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سنلس شورا په افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د بريتانيا هلې ځلې ناکامې او بې اغيزې بللي دي. د دغې شورا مشر ايمانول رينرت په يوې خبرى غوڼدې کې د افغانستان دولت له لوري د کوکنارو د کروندو د اجباري اړولو په اړه وويل چې يو زيات شمېر کروندگر له دې امله خواښيني او ناکراره دي. د دغې شورا مرستيالې گلالۍ مهمند وويل چې تر اوسه په افغانستان کې له کروند گرو سره د بديل معيشت مرستې نه دي شوي. او په دې اړه يې د ننگرهار ولايت د بيلگې يادونه وکړه. د شورا په رپوټ کې دا گواښنه هم شوې چې کروندگرو ته د بديل معيشت نه ورکول به دوى د حکومت له مخالفينو سره يو ځاى کيدلو ته اړ کړي. د سنلس شورا مشر ايمانويل رينرت وويل د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې د نيشه يي توکو کرکيلي دولت کمزورى کړى دى. هغه همدارنگه زياته کړه چې پر دولت او نړيوالې ټولنې د خلکو بې باوري يو شمير بهرنيو کړيو ته دا وخت ورکوي چې د افغانستان په چارو کې لاسه وهنه وکړي. د شورا په يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې پاکستان ته گوته نيول شوې او ويل شوي دي که چيرې دغه لړۍ په افغانستان کې بدلون ونه مومي نو په دغه هيواد کې د کورنيو جگړو گواښنه يو ځل بيا رامنځ ته کيداى شي. د سنلس د شورا د مشر په وينا څنگه چې د بريتانيا له لوري د هلمند ولايت له کروندگرو سره ژمنه شوې وه چې د کوکنارو د هر جريب مځکې د اړولو په بدل کې به دوى ته ٣٥٠ امريکايي ډالره ورکوي خو تر اوسه هغوى ته د غه پيسې چا نه دي ورکړي. ښاغلي رينرت زياته کړه همدا لامل دى چې د سيمې گڼ شمير اوسيدونکي د بريتانيا له حکومت څخه ناخوښه دي او پر هغوي باور نه لري. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||