BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د همگټو هيوادونو لوبې پاى ته ورسيدې
د همگټو هيوادونو لوبې
کانادايي جمناستيک لوبغاړې الکزاندا اورلنډو په دغو لوبو کې پخواني ريکارډونه مات کړل
د برتانيا شهزاده ايډورډ د استراليا په مېلبورن ښار کې د همگټو هيوادونو د ٢٠٠٦ کال لوبې رسمآ پاى ته ورسولې .

په هغو مراسمو کې چې مېلبورن پکې د ٢٠١٠ کال د لوبو لپاره بيرغ هندوستان ته سپارۀ د برتانيا لومړى وزير ټوني بلير هم حاضر و .

هند ته د دغو لوبو د بيرغ سپارنې پر وخت د بالي ووډ يا د هند د فلمي صنعت گڼ شمير ستوريو د نڅاو په کولو دستورې رنگارنگې وساتلې .

د ٢٠٠٦ کال د همگټو هيوادونو لوبې بريالۍ وبلل شوې . په دغو لوبو کې ٤٥٠٠ لوبغاړو گډون وکړ .

د همگټو هيوادونو لوبې په هرو څلورو کلونو کې يو ځل کيږي . د مېلبورن لوبې يې ١٨ وې .

د المپيک له لوبو وروسته د همگټو هيوادونو لوبې تر ټولو سترې بلل کيږي .

په دغو لوبو کې تر ٧٠ ډيرو هيوادونو برخه درلوده . دا هغه هيوادونه دي چې يو وخت د برتانيا په امپراتورۍ کې شامل وو .

په دغو ١١ ورځنيو لوبو کې استراليا تر ټولو ډير مډالونه وگټل او اول مقام يې وگاټۀ . انگلستان دويم ، کانادا دريم او هندوستان څلورم مقام خپل کړ .

پاکستان د پنځو مډالونو په گټلو ١٧ نمبر ترلاسه کړ . پاکستان د سرو زرو يو ، د سپينو زرو درې او د ژيړو يو مډال وگټلى شو .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت