 | | | اوس څيړنې روانې دي چې د دغه کيشپ اصلي عمر معلوم شي . |
يو ستر کيشپ چې ويل کېږي تر ٢٥٠ کلو ډېر عمر يې درلود، د هند په کلکتې ښار کې مړ شوى دى. دا کيشپ چې ادوايتيا نومول شوى و، له ١٨٧٥ کال راهيسې د کلکتې په ژوبڼ کې ساتل کېده. خو د ژوبڼ اسناد ښيي چې دا ژوى د اتلسمې پېړۍ په نيمايي کې له سيشل نه جنرال رابرت کلايو ته د ډالۍ يا تحفې په توگه راوړل شوى و چې په هند کې د برتانوي واکمنۍ له بنسټ ايښودونکو څخه دى. کېشپ په پوستکي کې د درز له پيدا کېدو وروسته ناروغه و. اوس به څاروي پېژندونکي د کاربن له مخې د نېټې د ښودلو طريقه کاروي چې وگوري ادوايتيا رېښتيا هم په نړۍ کې تر ټولو زوړ ځناور و او که څنگه. |