BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:09 گرينويچ 2006 ,25 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عراق کې ١٠ کسان وژل شوي دي
عراق کې ١٠ کسان وژل شوي دي
د مړو په بدن د شکنجو نښې ښکاريدې .
په عراق کې پوليس وايي دوى د بغداد له بيلا بيلو برخو نه ١٠ مړي چې تر خارور لاندې شوي وه موندلي دي . دوى وايي د ځينو په بدن باندې د شکنجو نښې ښکاري .

تر اوسه نه ده جوته شوې چې وژل شوي کسان به څوک وي خو خبريالان وايي ښايي دا هم د هغو توکميزو وژنو د لړۍ يوه برخه وي چې په سمارا کې د شيعيه گانو د جومات له ويجاړولو وروسته پيل شوي دي.

همدا راز په بغداد کې د يوې بلې پيښې په مهال د سړک له غاړې د يوۀ بم په چاودلو کې درې تنه چې يوه سرويس گاډي سره نژدي ولاړ وو وژل شوي دي

چاوديدونکي مواد په يوه غرفه کې چې ترافيک يې کاروي ځاى په ځاى شوي وه چې له کبله يې په غرفه کې ناست ټرافيک هم وژل شوى

بل پلو برتانيوى وگړى نارمن کيمبر چې په عراق کې په يرغمل نيول شوى وه او د پنجشنبې په ورځ ( د وري ٣ د مارچ ٢٣ ) د پوځي عملياتو په ترڅ کي خوشي شوى نن برتانيا ته راورسيد.

دغه ٧٤ کلن مسيحې فعال چې د سولې لپاره يې کار کاوه نژدې څلور مياشتې په عراق کې يرغمل و . ښاغلى کيمبر او دوه نور کانادايان د بر تانيا د ځانگړي ځواک له خوا د پوځي عملياتو په نتيجه کې ازاد شوى دى .

او څلورم تن ټام فاکس چې يو امريکايي وه دوه اوونۍ وړاندې يې مړى وموندل شو..
د جمعې په ورځ د برتانوي ځواکونو جنرال سر مايک فکس وويل دى خوابدى دى چې ښاغلي کيمبر له هغو بر تانوي عسکرو نه مننه نه ده کړې چې دى يې ژغورلى دى .

له کله نه چي کيمبر ازاد شوى په عامه محضر کې يې خبرې نه دي کړي خو د مسيحيانو د سولې ډله چي کيمبر ور پورې مربوط دى له برتانوي عسکرو نه يې د زړه له کومې مننه کړې ده

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت