BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:45 گرينويچ 2006 ,25 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هرات کې ( ايرانى پوځي ) نيول شوى دى

هرات
دغه ايرانى پوځي د هرات او ايران ترمنځ په لويه لاره نيول شوى دى
د افغانستان د هرات په ولايت کې چارواکي وايي د ايران د هوايي ځواک يو سرتيرى يې نيولى دى چې د دوى په وينا بې له قانوني اسنادو په افغانستان کې و .

د افغانستان د لويديځ زون د سرحدي پوليسو عمومي مشر جنرال ايوب ساپي بي بي سي ته وويل چې دا لا معلومه نه ده چې دغه ايرانى پوځي د څه لپاره افغانستان ته اوښتى دى .

جنرال ساپي زياته کړه چې د اوس لپاره پلټنې روانې دي .

په هرات کې د ايران کونسل په دې باب له خبريالانو سره خبرو ته سم لاسي چمتو نه و .

د ايراني پوځي نيول په داسې وخت کې کيږي چې په تيرو څو مياشتو کې لږ تر لږه ١٠ کسه نور ايرانيان هم په دغه ولايت کې د امنيتي چارواکو له خوا نيول شوي دي .

په هرات کې چارواکي وايي دغه ايرانيان بې له قانوني اسنادو افغانستان ته ور اوښتي وو او نيت يې درلود چې له دې ځايه ايران ته مخدره توکي قاچاق کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت