|
پاکستاني پوځ : ٢٠ کسه اورپکې مو وژلي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستاني پوځ وايي چې په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې يې د تازه عملياتو په ترڅ کې شاوخوا ٢٠ اورپکې وژلي دي . د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال شوکت سلطان وويل چې پاکستاني پوځ عمليات تيره شپه ( د وري ٣-٤ مارچ ٢٣-٢٤ ) درې بجې د شمالي وزيرستان په توت نرۍ کې له هغې وروسته وکړو چې اورپکو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په يو مرکز د توغندو بريد وکړ. د اورپکو په حمله کې يو پاکستانى عسکر مړ او پنځه نور ژوبل شول. د پاکستان د پوځ وياند وويل چې دوى د معلوماتو ترمخه د ١٥ نه تر ٢٠ پورې جنګيالي وژلي شوي دي. هغه زياته کړه چې وژلي شويو کسانو کې بهرنيان هم شامل دي. تورن جنرال شوکت سلطان وويل چې ځينو اورپکوله تېښتې وروسته د راکټو په شمول درنه وسله پر ځاى پرېښوده. تازه پوځي عمليات د ولسمشر جنرال پرويز مشرف له هغې خبردارۍ يوه ورځ وروسته ترسره شوي دي چې پکې نوموړي بهرنيو شکمنو کسانو ته د پاکستان نه د وتو غږ کړى و. د پنجشنبې په ماښام لاهور ښار کې د پاکستان د ملي ورځ په مناسبت يوې جلسې ته خپله وينا کې جنرال مشرف وويل چې که چرې بهرني شکمن کسان د پاکستان نه ونه وتل نو د منځه به يوړلى شي. پاکستاني پوځ وايې چې د مارچ د لومړۍ نېټې نه شمالي وزيرستان کې د شکمنو په ضد علمياتو کې شاوخوا ١٤٠ جنګيالى وژل شوي دي. که يو خوا پاکستانى پوځ د وزيرستان په قبايلى سيمه کې د بهرنيو اورپکو د موجودګۍ خبره کوي خو د شمالى وزيرستان نه د ملي اسمبلۍ غړى مولانا نيک زمان وايي چې پوځي عملياتو کې بعضې وخت عام خلک په نخښه کيږي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||