 | | | ټانکر پر افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو ته تېل رسول |
دا چاودنه د جمعي د ورځي د ماسپښين د دوو بجو په شاوخوا کې هغه مهال وشوه چې تېل وړونکي ټانکر موټر چې د چارواکو په وينا يې امريکايي ځواکونو ته تيل رسول ، له پولى له هغي غاړې افغانستان ته راواوخت او لږ تر لږه يو کيلو متره لار يي ووهله. ددې چاودنې له امله مرگ ژوبله نده رامنځته شوى خو پټرول او ټانکر موټرتباه شوي دي. د تورخم سرحدې چارواکې وايي چې چاوديدونکي توکي په دې ټانکر کې له پولى له هغي غاړې ځاى پر ځاى شوي وو چې دوې پړه هم د پولى په هغي غاړې وراچوي. ددې چاودنې پړه لا چا تر اوسه پر غاړه نده اخستې خو دم گړۍ ته موټر چلونکى او کلينډر د امنيتي چارواکو لخوا نيول شوي او پوښتنې تري روانى دي. تر دى وړاندې دوه ځله په هغو ټانکرو موټرو چې په افغانستان کې ميشتو ايتلافي ځواکونو ته يي تيل وړل د ماينونو چاودنو سره مخامخ شوى چې په ترڅ کې يې ټانکرونه او تيل له منځه تللى وو. |