|
د والگي وهليو چرگانو وژنه په کابل کې پيل شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کرنې وزارت د حيواني روغتيا د ادارې چارواکو په پلازمينه کابل کې د هغو چرگانو وژنه پيل کړې چې دمرغانو د والگي د لگيدو شک پرى کيږي . د افغانستان دولت په همدى موخه دغې ادارې ته ٥٠٠ زره امريکايي ډالره په واک کې ورکړي دي . سربيره پر دې د ملگرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان او په افغانستان کې د امريکې په مشرۍ ايتلافي ځواکونه هم په دغه چاره کې مرسته کړې ده . د افغانستان د کرنې وزارت د حيواني روغتيا د ادارې مشر عزيزاله عثماني وايي چې دوى د کابل په لويديځ کې د دشت برچې په سيمې کې د چرگانو په وژلو پيل کړي دى او هڅه کوي د يوې اوونې په ترڅ کې د دغى سيمې ټول ناروغه مرغان له منځه يوسي . ښاغلى عثماني زياتوي چې د مرغانو د والگي دوه پيښې د کابل په خيرخانې مينې کې او دوه نورې يې په قصبې او چهار قلعه کې هم ليدل شوي چې دوى غواړى ژر تر ژره په دغو سيمو کې هم د چرگانو کنټرول او وژنه پيل کړي . هغه وايي چې چرگان وروسته له وژلو ښخوي او خاوندانو ته يې په بدل کې پيسى ورکول کيږي . ددشت برچي اوسيدونکو د دولت ددغه کار ستاينه کړى ده . د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وايي چې د مرغانو د والگي په مقابله کې د ځينو طبي وسايلو له کمښت سره مخامخ دي او د خير ښيگڼو ټولنو مرستې ته اړيتا لري چې وکولاى شي د افغانستان په ولايتونو کې په ځانگړې توگه ننگرهار ، لغمان او کونړ کې هم ژر تر ژره دغه کار پيل کړي . څه موده وړاندې د افغانستان د مړو او ناروغو مرغانو بيلگې ايټاليې ته ليږدول شوې وې او له څيړنو وروسته جوته شوه چې د مرغانو خطرناک ايچ ٥ اين ١ ډوله والگى چې انسانانو ته هم گواښ پېښوي ، د افغانستان په ځينو سيمو کې هم شته دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||