BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:59 گرينويچ 2006 ,21 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان اتوم وړونکى توغندى وازموىه

توغندى
دغه کروز توغندى ٥٠٠ کيلومتره ليرې واټن په نخښه کولى شي .
د پاکستان پوځ وايي چې د ايټمي سرګولولې د وړلو صلاحيت لرونکي کروز توغندي آزماينه يې په بريالتوب سره ترسره کړې ده چې دا توغندى په ٥٠٠ کلوميټرۍ کې واټن په نښه کولى شي.

د پاکستان د پوځ يو بيان وايي چې د سشنبې يا نهې په ورځ ( د وري ١ د مارچ ٢١ ) د بابر (حتف اووه) ډوله توغندي آزماينې له لارې ټول اهداف ډير په صحيح توګه ترلاسه شول چې دا د دې توغندي دويمه آزماينه وه.

لومړۍ ازماينه تير کال د اګست په مياشت کې ترسره شوې وه.

د پوځ بيان وايي چې ولسمشر جنرل پرويز مشرف د توغندي د آزماينې په دستوره کې ګډون وکړ او د توغندي په جوړولو يې ساينسپوهانو او انجينرانو ته مبارکي ورکړه.

بيان زياتوي چې پاکستان کې دننه جوړ شوى بابر کروز توغندى د زمکې نه وويشتلې شو چې دا توغندى په جنګى کښتۍ او اوبتل کې هم ايښودل کيږي .

دا توغندى په ټيټه سطح پرواز کولى شي او د ريډار نه په بچ کيدو سره په صحيح توګه خپل هدف ويشتلى شي.

د پوځ بيان وايي چې بابر توغندى له ځان سره هر ډول سرګولوله وړى شي.

بيان د ولسمشر جنرال مشرف له خولې وايي چې ولس د ساينسپوهانو او انجينيرانو په صلاحيت فخر کوي چې دوى يو وارې بيا د ټيکنالوجۍ په لارو چارو کې خپل پيشه وارانه صلاحيت څرګند کړ.

جنرل مشرف وويل چې حکومت به يې د دفاع د ټينگولو لپاره هر ډول ګام واخلى او د هيواد د دفاع لپاره به سټريټجکي پروګرام ته دوام ورکړي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت