BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:33 گرينويچ 2006 ,21 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې نوى کال په مېلو ونمانځل شو

مزار شريف
مزار کې د معمول سره سم د سخي جنډه په خاصو مراسمو سره پورته کيږي
ډلې ډلې خلک نن د افغانستان په ډېرو ښارونو او ښارگوټو کې د مېلو ځايونو ته ووتل او د پسرلي او نوي کال هرکل يې وکړ.

زرگونه وگړي دکابل په جمال مېنه کې د سخي د جنډې د پورته کولو لپاره ټول شوي وو.

له دې سره جوخت د شهداى صالحين په څنډو، باغ بالا، بابر باغ او خېرخانه مېنه کې هم په سلگونو زاړه ، ځوانان او کوچنيان له ساز او سندرو سره د پسرلي په ستاينه بوخت شول.

رسمي مراسم د کابل په ملي لوبغالي کې ترسره شول. دلته د حکومت او پارلمان يوشمېر غړو د ښاريانو له غوره شويو ډلو سره د نوي ١٣٨٥ کال نمانځنه وکړه. ولسمشر حامد کرزى د نورو کلو پر خلاف، نن غازي لوبغالي ته د نوي کال مراسمو ته نه و ورغلى.

ولسمشر د يوه پيغام په خپرولو خپل هيوادوال کروندگر وهڅول چې وطن زرغون کړي، کروندې وکري او نيالگي کېنوي.

حامد کرزي دغه راز وويل چې پارلمان ته به د نوې کابينې او د سترې محکمې د نوي جوړښت وړاندې کول ددې کال له مهمو پېښو څخه وي.

د بزگر جشن

د نورو کلو په څېر نن هم د بزگر ورځ په کابل کې په دوديز رسم گذشت سره ونمانځل شوه. مراسم د کابل په ملي لوبغالي کې وشول او بزگرو پکې له خپلو ملي کاليو سره خپل محصولات هم د سټېژ له مخې تېرکړل. دې مراسمو ته سپورتي لوبغاړي هم ورغلي وو چې ځينو پکې ځانگړې نندارې ترسره کړې.

امنيتي تدبيرونه

پوليس وايي چې په ټول افغانستان کې يې د مراسمو د خوندي تېرېدو لپاره کلک امنيتي تدبيرونه نيولي دي. د ترهگرۍ ضد پوليسو مشر عبدالمنان فراهي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې ځواکونو يې په جمال مېنه کې د سخي زيارت ته نژدې دوه ريموټ کنټرول بمونه تېره شپه کشف کړي دي.

دې پېښې د سخي جنډې د پورته کولو لپاره د زرگونو وگړو ورتگ اغېزمن نه کړ. د هغوى په ډله کې د حکومت او پارلمان يو شمېر غړي هم وو او د ولولو په څپو کې يې د علي جنډه پورته شوه.

پوليس دغه راز وايي چې په يوه جلا پېښه کې تېره شپه د نوي ښار په سيمه کې يو پوليس هغه مهال ووژل شو او دوه نور ټپيان شول چې د چټک غبرگون قطعې گزمې له ځايي پوليسو سره نښته وکړه. د لسمې حوزې د پوليسو قوماندان امير حساس وويل چې د پوليسو دواړو ټولگيو يو پر بل ډزې کړي او په نتيجه کې يې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده، خو د پېښې علت لا روښانه ندى.

نوى کال دغه راز په کندهار کې هم په بېسارو مراسمو نمانځل شوى دى. په دغو مراسمو کې موسيقي، اتڼونه اوسندرې هم وې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پرې کلک بنديز لگېدلى و

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت