 | | | پاکستان وايي له هغو هيوادونو يې د چرگانو واردول بند کړي چې دغه والگى پکې دى . |
په پاکستان کې چارواکى وايي چې د لومړي ځل لپاره د مرغانو د انسان وژونکي وايروسو د شته والي تاييد شوى دى د پاکستان د خوراک او زراعت د وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي چې د صوبه سرحد د چارسدې او ايبټ اباد د مرغانو په فارمونو کې د (ا يچ - ٥ اين – يو) ډوله وايروس موندل شوي دي بيان وايي چې د ايبټ اباد او چارسدې د مرغانو مرکزونو نه برتانيا ته چې کومې نومونې يا بېلگې ليږل شوې وې د هغې ترمخه په مرغانو کې ( ايچ – ٥ ) وايروس موجود دي . د خوراک او زراعت يو ډاکټر محمدافضل وويل چې د هيواد په بل هيڅ يو ځاى کې د( ايچ _ ٥ ) د وائرس د موجودګۍ تصديق نه دى شوى پاکستان کې د فبرورۍ په مياشت کې د مرغانو د والګي د موندل کيدو خبر تايد شوى وو ولې حکومت هغه وخت دا خبره کړې وه چې وايرس فقط (ايچ – ٥ ) وو – ولې اوس د برتانيا ليبراټوار دا منلي دي چې د چارسدې او ايبټ اباد په مرغانو کې (ايچ ٥_ اين ١ )واير س موجود وو چارواکي وايي چې د دې وايرس نه د هيڅ انسان د مرګ پېښه نه ده شوې او حکومت د وايروس له شته والي وروسته د چارسدې او ايبټ اباد د مرغانو په مرکزونو کې خواوشاه ٢٥٠٠٠ مرغان له مينځه وړي وو پاکستان د بعضو هغو هيوادونو نه د مرغانو واردول بند کړي دي چې د مرغانو د والګي وايروس پکې موندل شوى وو
|