|
نوى لمريز کال په مېلو او دستورو لمانځل کيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ولسمشر کرزى ، د کابينې يو شمير غړي او ځينې بهرني سفيران په غازي لوبغالي کې د نوي لمريز کال په وياړ ځانگړو دستورو کې برخه اخلي . د دغو دستورو لپاره کلک امنيتي گامونه پورته شوي دي . په مزار شريف کې هم له سختو امنيتي گامونو سره د حضرت علي په روضه کې د جنډې د پورته کولو مراسمو ته تابيا نيول شوې ده . د مزار شريف له ښاره درې څلور امنيتي کمربندونه تاو شوي دي . زموږ همکار حنان حبيبزى وايي چې د کابل - مزار شريف تر منځ په لويه لاره د گاډو گڼه گوڼه خورا ډيره ده او خلک هڅه کوي چې مزار شريف ته ځان ورسوي . په کندهار کې زموږ د خبريال ميرويس افغان په وينا خلکو نوې جامې اغوستي دي او ډله ډله خلک د خاک ريز ولسوالۍ ا و ارغنداب ولسوالۍ ته روان دي چې د شاه اغا او بابا ولي په زيارتونو کې مېلو ته ځان ورسوي . د کندهار له ښار څخه هم امنيتي کړۍ راتاوې شوې دي . په ننگرهار کې بيا د مشاعرو او کانسرتونو تابيا شوې ده . د افغانستان مشهور سندرغاړى رحيم غمزده له څو کلنې جلا وطنۍ وروسته جلال اباد ته رسيدلى او هلته يې کانسرت ورکړى دى . زموږ همکار ببرک مياخيل وايي په جلال اباد کې د بزگر ورځ هم نن د پسرلي په وياړ لمانځله کيږي . د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې هم ځانگړې مراسم د نوي کال په وياړ په پام کې نيول شوي دي . په خوست کې گڼ شمير ځوانانو د اټن دوديزې جامې اغوستي دي . زموږ همکار کمال سعادت وايي د خوست پوهنتون له ودانۍ سره د بزگرانو مېله هم په پام کې نيول شوې ده . د خوست ښار شاوخوا په غرونو کې مېلې پيل شوي دي . د افغانستان په نورو ولايتونو کې ځانگړې مېلې پيل شوي دي . د خوست په ولايت | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||