|
حماس د خپلې کابينې لست وړاندې کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فلسطين د لومړي وزارت لپاره د حماس نومول شوي کس اسماعيل هنيه ولسمشر محمود عباس ته د کسانو يو لست ورکړى دى چې د دۀ په حکومت کې به وي . د حماس ډلې غوښتل چې پراخ بنسټه او د ملي يو والي حکومت جوړ کړي خو په دې ونه توانېدله چې د خپلې سترې سيالې ډلې ( فتح ) ملاتړ ترلاسه کړي. که څه هم تراوسه پورې نه ده معلومه چې د نوې کابينې په هغه لست کې چې ولسمشر ته وړاندې شوى دى څوک شامل دي خو څرگنده ده چې مهم وزارتونه به خپله د حماس له مشرانو سره وي. که دا ډول حکومت جوړيږي نو دا به په فلسطيني سياست کې د يوې نوې او ناباوره دورې پيل وي. حماس د اسراييلو له منلو انکار کوي ، ځکه دوى وايي دا کار به په فلسطيني سيمو باندې د اسراييلو د تسلط د منلو په مانا وي. بل لوري ته ولسمشرعباس له اسراييلو سره د سولې تړون ته ژمن دى. ښاغلى عباس اختيار لري چې د حکومت په اړه د حماس پلان رد کړي ، خو هيله دا ده چې هغه به کابينه تاييدوي اوشايد هيله ولري چې که حماس واک ته ورسيږي د اسراييلو په اړه به خپلې رويې کې بدلون راولي. که داسې ونه کړي امکان شته دى چې نوى حکومت به د اروپاييانو او امريکاييانو اړين مالي ملاتړ له لاسه ورکړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||