 | | | د هندوستان کپتان دراويد په دريمه لوبه کې لومکړى انگلستان ته د منډې جوړولو وويل |
د هندوستان او انگلستان ترمنځ په دريمې او وروستۍ پنځه ورځنۍ لوبې کې چې په ممبۍ کې روانه ده نن د يکشنبې په ورځ ( ٢٨ کب ١٩ د مارچ ) انگلستان خپله لومړنۍ پاڼۍ بيا پلوي . انگلستان پرون د لوبې په لومړۍ ورځ د درو لوبغاړو په سوځيدو ٢٧٢ منډې جوړې کړې . د دوى له لورې سټراوس ١٢٨ منډې وکړې او ښه وځليد . د کريکټ په يوه بله لوبه کې چې د سويلي افريقا او استراليا ترمنځ وه استراليا په اوو لوبغاړو سويلي افريقا ته ماتې ورکړه او په پنځه ورځنيو لوبو لړۍ کې يو صفر وړاندې شو . د نيو زيلنډ او ويسټ انډيز ترمنځ پنځه ورځنۍ لوبه د نيو زيلنډ په گټه روانه ده . په دغې لوبې کې چې په وېلنگټن کې روانه ده ، ويسټ انډيز په لومړۍ پاڼۍ کې ١٩٢ منډې وکړې چې په ځواب کې کوربه هيواد ٣٧٢ منډې وکړې په دويمه پاڼۍ کې ويسټ انډيز د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ٨٤ منډې کړي دي .
|