BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:19 گرينويچ 2006 ,19 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اياد علاوي: عراق په کورنى جگړه کې ښبکيل دى
ښاغلي علاوي دکورنى جگړې پړه پرامريکايانو اجوي
علاوي وايي چې عراق همدا اوس په کورنى جگړه کې دي
دعراق پخواني لومړي وزير اياد علاوي ويلي چې هيواد يې د کورنۍ جگړې پر ژۍ ولاړ دى او ددې خطر شته چې عراق ټوټې ټوټې شي .

نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې امريکايان پدې گرم کړل او زياته يې کړه چې د هغوى دغلطې تگلارې له امله داسې حالات را منځ ته شول چې وژنې يو عادي شى گرځيدلى دى .

د ښاغلي علاوي خبرې د هغولويديزو مشرانو او په ځانگړي ډول د برتانيي د دفاع د وزير جان ريد له خبرو سره توپير لري چې وايي عراقيان د هيواد د راتلونکې کنترول پخپل لاس کې اخلي او کورنۍ جگړه نشته .

دامريکايانو دغلطې تگلارې له امله داسې حالات را منځ ته شول چې وژنې يو عادي شى گرځيدلى دى .
اياد علاوي

په بغداد کې د بى بى سي خبريال وايي چې د ښاغلي علاوي اوسنۍ تبصرې به د سياسي مانورې په معنى وي او نوموړي غواړي په راتلونکي نوي حکومت کې ځان ته ستره ونډه خپله کړي .

له بلې خوا دامريکې دمتحدوايالتونوددفاع وزير دونالد رمزفيلد د واشنگټن پوست له ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي چې اوس مهال کې له عراقه د ا مرېکايي پوځونو وتل داسي معنى لري لکه چې تر جگړې وروسته جرمني چې بيرته نازيانو ته وسپارله شي .

دنومړي دا څرگندونې پداسې مهال کې کيږي چې د امريکې په گډون په ډېرو هيواونوکې مظاهره کوونکو له عراقه د بهرنيو پوځونو د وتلو غوښتنه کړې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت