|
ديوگوسلاويا پخوانى ولسمشر خاوروته سپارل کيږي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ديوگوسلاويا دپخوانى مشر سلوبودان ميلوشوويچ مړى دده پلارني ټاټوبي ته ليږديدلى اوخاوروته سپارل کيږي . تر دې وړاندې په بلگراد کې په زرگونوخلکو د ده سره د وروستى ځل لپاره خداى پاماني وکړه . دده پرتابوت د سربيا دولتي بيرغ غوړيدلى و او خلکواحساساتي ويناوې وکړې . د سربيا چارواکو دا خبره ونه منله چې ده ته دې په دولتي اورسمي کچه د جنازې ترتيبات ونيول شي . ميلوشوويچ د يوگوسلاويا د ويشلو په برخه کې چې په ١٩٩٠ موکې ړنگه شوه اصلي ونډ ه لرله . سلوبادان ميلوشوويچ يوه اوونى ۍ وړاندې د هاگ په نړيواله محکمه کې مړ شو . ميرمن يې چې په مسکوکې ده ، د امنيتي انديښنوله امله نشي کولى د ده د خښولوپه مراسموکې گډون وکړي . هغې ويلي دي چې دسربيا حکومت داسي شرايط چمتوکړي چې دانشي کولي هلته ورشي اودخپل ميړه دښخولو په مراسمو کې گډون وکړي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||