BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 22:02 گرينويچ 2006 ,18 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پر عراق د يرغل پر ضد نړيوالې مظاهرې وشوې
عراق ضد مظاهرې
د لندن په گډون د اروپا گڼو ښارونو کې د جگړې ضد شعارونه ورکړل شول .
پر عراق باندې د امريکا په مشرۍ کې د يرغل د دريمې کاليزې په درشل کې د نړۍ په لروبر کې مظاهرې کيږي .

اعتراض کوونکو چې د امريکا ضد شعارونه يې ورکول د اسيا او اروپا په يو شمير هيوادونو کې لاريونونه وکړل . په متحدو ايالاتو کې هم يو شمير ښارونه لوى لاريونونه کوي .

په لندن کې په زرگونو کسانو مظاهره وکړه دلته خلک د برتانيا د دفاع وزير جان ريد په دې څرگندونو قهروړي وو چې ويل يې په هيله دى خلک د عراقي ولس په ملاتړ او د ترهگرۍ د غندلو لپاره مظاهرې وکړي .

بل پلو متحدو ايالاتو او برتانيا پر عراقي مشرانو ټينگار کړى دى چې خپل توپيرونه ورک کړي او ژر تر ژره د ملي يو والي حکومت جوړ کړي .

ولسمشر بوش په خپلې اوونيزې راديويي وينا کې عراقي سياستوالوته اپيل وکړ چې لرو بر سياسي ، مذهبي او توکميزو کړيو ته ځان ورسوي .

دۀ ټينگار وکړ چې د دۀ په وينا د عراق د خورا بد تصوير په سر هم له پوځي او سياسي پلوه پرمختياوې شوې دي .

د برتانيا د دفاع وزير جان ريډ بغداد ته د سفر پر وخت خبردارى ورکړ چې د نوي حکومت په جوړولو کې نور ځنډ به يوازې له سخت دريځو سره مرسته وکړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت