|
وطن دوست (ناظر) په اوومه سټوډيو کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
(وطن دوست ) چې اصلي نوم يې مهرعلي دى ،٥٣ کاله وړاندې دکابل دبتخاک په ولسوالى کې زيږيدلى دى . تراووه کلنى پورې په کابل کې اوسيده اولومړنى ښوونځى يې همدلته ولوست . دهمدې ولايت داطلاعاتواوکلتور په مديريت کې مقرر شو . په افغانستان کې دبدلونونو په راتگ سره دده په ژوند کې هم بدلون راغي اوله افغانستان نه ووت . په يښورکې ېې واړول او تر اوسه هملته اوسيږي. له ١٩٩٤ کاله راهيسې دبي بي سي له تعليمي پروژوسره کارکوي . دنوى کوراونوي ژوند په راډيويى ننداره کې دناظر رول لوبوي. له ډيرې مودې راهيسې ېې له ډرامو سره مينه لرله او د زده کړې له مهاله به ېې د ستيج پرسر په ډرامو کې برخه اخسيتله . دجشن په ورځوکې به ېې رنگارنگ ډرامې جوړولى او نندارې ته به ېې وړاندې کولې . وطن دوست شاعر هم دى او ډيرو سندرغاړو ته ېې دسندرو لپاره شعرونه ورکړي دي . ناظر له رحيم داد سره يوځاى دکابل سټوډيوته راغلى و اوداوريدونکو گڼې پوښتنې ېې ځواب کړې. دوى دواړو ځينې کميډي ټوټې هم په مستقيم ډول ترسره کړې . دا پروگرام سپين تڼى د ميرويس مياخيل په مرسته وړاندى کوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||