BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:06 گرينويچ 2006 ,17 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان ستوري د نوي کال په وياړ هيواد ته ستانۀ شوي

نغمه، فرهاد دريا او نعيم پوپل
دا كنسرټ به د نوي لمريز كال په وياړ په كابل كې تر سره شي

د افغانستان وتلې او نوميالۍ سندر غاړې نغمه له يوې نيمې لسيزې جلا وطنۍ څخه وروسته يو ځل بيا خپل هيواد ته راورسيده .

دا خبر د آريانا دټلويزون يوه چارواكي كابل ته د نغمې له رارسيدو څو شيبې وروسته بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وركړ.

نوموړې د يو كنسرټ لپاره په كابل كې د اريانا د خصوصي ټلويزيون او د بيات د مرستندويه ټولنې له خوا رابلل شوې ده .دا كنسرټ به د نوي لمريز كال په وياړ د كابل په ساپي لنډ مارك هوټل كې تر سره شي .

د آريانا ټلويزيون يوه چارواكي، سخي بريالي، وويل چې په دې كنسرټ كې به د هيواد يو بل سندر غاړى نعيم پوپل هم ونډه ولري چې له كلونو جلا وطنۍ څخه څو ورځې وړاندې كابل ته راورسيد .د آريانا د ټلويزيون چارواكو وويل چې دا كنسرټ سوداگريزه بڼه نه لري او ټكټونه يې په هيڅ ډول نه پلورل كيږي .

سخي بريالي وويل چې د نوميالۍ سندر غاړې نغمې له بلنې څخه د دوى موخه داده چې د افغانستان بهر ميشتي هنروال وهڅوي چې خپل هيواد ته راستانه شي او وښيي چې په هيواد كې امنيتي حالت هومره خراب نه دى څومره چې يې په بهر كې فكر كيږي . ده د نغمې راتگ په افغانستان د ډاډمن ټيكاو د شتون يوه بيلگه وبلله .

ده ددغه كنسرټ گډون وال د افغانستان فرهنگي څېرې او د رسنيو چارواكي وبلل او ټينگار يې وكړ چې په دغه ډله خلكو كې به هغه چا ته ددې كنسرټ بلنليكونه په وړيا توگه ويشل كيږي چې د بيات ټولنه او د آريانا ټلويزون يې وغواړي .ټا كل شوې ده چې نغمه د شنبې په ورځ د خبريالانو په وړاندې هم راڅرګنده شي .

نغمه د هيواد د ډيرو نورو سندر غاړو په څير هغه وخت له افغانستان څخه وتلو ته اړشوه چې په كابل كې تنظيمي جگړې پيل شوې او افغانستان د كورنيو وسله والو ډلگيو او سياسي ډلو ترمنځ د خونړيو جګړو پر ډگر واوښت . ښايي ډير لږ خلك وي چې هغوى به د نغمې سندرې نه وي اوريدلې او يا به يې له غږ سره اشنايي ونه لري . نور خو ددغې سندر غاړې سندرې د افغانستان په زياتره كو رنيو كې د خوښيو پر وخت په ښځينه ناستو كې ويل كيږي .

كله چې نغمه له هيواده ووتله د(( كابل ته ځمه كابل ښه ځاى دى بيا نه راځمه )) سندره يې د خلكو تر منځ ډيره مشهوره شوه . د نغمې راتگ افغانستان ته د هغې د غږ د مينه والو لپاره ښه زيرى دى .

په كنسرټ کې د سينما تكړه لارښود واحد نظري ته هم بلنه وركړل شوى ده
له بلې خوا د آريانا خصوصي ټلويزيون د افغانستان د سينما وتلى او تكړه لارښود ( ډايريكټر ) او سناريسټ واحد نظري ته هم بلنه وركړې او سم لاسي د آريانا ټلويزيون د نشراتو د مسوول په توگه ټاكل شوى دى .

ښاغلي نظري د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته وويل چې ددې لپاره يې دا بلنه ومنله چې ددې ټلويزيون له لارې سينمايي فعاليتونه هم زيات كړي او د افغانستان د سينما هغه ستوري چې په بهر كې ژوند كوي ، د بيرته راستنېدو لاره اواره كړي .

ده وويل په پام كې لري چې نوي ټلويزيوني نندارې او سريالونه جوړ كړي او دا شوني كړي چې د آريانا ټلويزيون په افغانستان كې د فلمي صنعت پر يو مركز واړوي.

ښاغلي نظري وويل چې د نړۍ له گوټ گوټ څخه د افغان هنروالو راټولول سخت كار دى . ده په افغانستان كې خپل احساس له مينې او يووالي څخه ډك وباله او ويې ويل چې نه غواړي داسې فلمونه يا ټلويزيوني نندارې جوړې كړي چې په هغې كې د جگړو او تاوتريخوالي انځور ډير وي .

د افغانستان دغو بهر ميشتو هنرمندانو وويل چې دوى ته ظاهرا داسې څه په نظر نه ورځي چې د انديښنې وړ وي. د واحد نظري د كونډي ځوى په نامه يو سريال د افغانانو ترمنځ ډير مشهور دى .

واحد نظري له ١٣٦١ لمريز کال را هيسي د ډايريکټر په توگه لو مړی په ټلويزيون او بيا په افغان فلم کي په كار بوخت شو . د افغان فلم د رييس په توگه يې هم دنده تر سره كړې ده .

ښاغلي نظري وايې چې د نړۍ له گوټ گوټ نه د افغان هنروالو راټولول سخت كار دى
د ډاكټر نجيب الله د حكومت له پرزيدو وروسته چې له هيواده وتلو ته اړ شو او افغانستان د كورنيو جگړو پر ډگر واوښت نور هنر او سينمايي فعاليتونو لپاره ځاى پاتې نشو .

ښاغلى نظري په اروپا كې ميشت شو او هلته يې خپل هنري فعاليتونه روان وساتل .په ۲۰۰۴ زيږديز كال كې د هجرت په نامه د هغه فلم چې په اروپا كې د لومړي ځل لپاره جوړ او خپور شو او د افغان كډوالو ژوند يې د سينما د پردې پر مخ انځور كړ د نندارچيانو او د سينما د مينه والو له خوا ډير وستايل شو .

د فلم ټول كريكټرونه په ځانگړي ډول د ځونډي كريكټر ډير و ستايل شو چې ځوان افغان فلمي ستوري علي سعيد لوبولى دى.

دا فلم په دې ډير مهم بلل كيږي چې په اروپا كې د افغانانو د ژوند ناخوالې انځوروي او د خپل ډول لومړنى فلم بلل كيږي . هجرت د ځونډي په كيسو پيليږي او هغه ډيرې ناخوالې يې انځور كړي دي چې ډير افغانان په بهرنيو هيوادونو كې ورسره مخامخ دي.

دطالبانو له پرزيدو وروسته په افغانستان كې رسنيزو فعاليتونو ډير پرمختگ وكړ . په دې لړ كې څو ټلويزوني چينلونه هم رامنځته شول تر منځ يې د آريانا ټلويزيوني چينل نړيواله بڼه غوره كړې ده .

د آسيا يې هيوادونو تر څنگ يې په اروپا كې هم خپلې خپرونې پيل كړې دي . د ټلويزيون چارواكو وويل چې په راتلونكو درې اوونيو كې به په اروپا كې هم خپرونې پيل كړي . آريانا ټلويزيون خصوصي شبكې د تير ميلادي كال په لومړيو كې په افغانستان كې خپرونې پيل كړې .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت