BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:15 گرينويچ 2006 ,14 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د مينې په سمندر لاهو شوى رحيم شاه !

رحيم شاه
رحيم شاه ، ډيرې لوړې موخې او ځانگړى سبک يې ځان ته وټاکه او پر دوو ژبو له بشپړ واک سره د ستيژ يا دريځ سر ته وخوت
کله چې سندرې يوازې غږيزې وې او د راډيو له لارې خپريدې نه نيوکې وې او نه هم پرتله کول، خو کله چې د ټلويزيون پردې د خلکو تږې سترگې په ځان کې ښخې کړې، نيوکې او د حرکاتو پر بنسټ د سندرغاړو د شخصيت تلل هم پيل شو.

هغه سندرغاړى به د ټولو خوښ و چې له ځايه نه ښوريده ، د سندرې له پيل تر پايه مايک خولې ته نيولى او غبرگې سترگې به يې د ليدونکې له سترگو سره جنگولې. تر ټولو سپک او ناوړه سندرغارى به هغه يو گڼل کيده چې له ځايه ښوريده، لاس او سترگې به يې خوځولې او خپل احساسات يې په سندرو کې څرگندول. هيڅوک نه پوهيدل چې څرنگه او څه نوښت وکړي چې نيوکې پرې ونه شي. ښايي دې چارې وخت ته اړتيا درلوده !؟

د نورو ملتونو او د هغوى دموسيقۍ پرمختگ، ودې او نوښت سوکه سوکه دلته هم غوښتنې لوړې کړې او دې ته يې خلک چمتو کړل چې خپل نوښتگر سندرغاړي نه يوازې دا چې وزغمي بلکه خوښ کړي او ويې ستايي.

که د پښتو موسيقۍ خورا لرغوني تاريخ پريږدو، نو له نيمې پيړۍ را په دې خوا کيدى شي پښتوموسيقي په دريو برخو وويشو.
د ختيځ په سبک نگه او دوديزې پښتو سندرې او موسيقي
د لويديځ سبک او آلاتو ناکامه کارول او پيښې (تقليد)
له ختيځې او لوديځې موسيقۍ جوړ بريالى سبک

دغه برياليتوب ته تر رسيدو، ډير سندرغاړي د نوښت او سيالۍ په ډگر کې پاتې راغلل. په ولسي کچه د ځينو سندرغاړو غږ، د ځينو موسيقي او د ځينو غږ او موسيقي غبرگ وستايل شول، خوله پولو پورې غاړې، د ډيرو لږو سندرغاړو غږ انگازې کولې، رحيم شاه هم د همدغو لږو سندرغاړو په کتار کې دى.

 د نورو ملتونو او د هغوى دموسيقۍ پرمختگ، ودې او نوښت سوکه سوکه دلته هم غوښتنې لوړې کړې

رحيم شاه وړاندې تر دې چې د موسيقۍ پراخ ډگر ته ور ودانگي، د پاتې راغلو سندرغاړو له تجربو يې زدکړه وکړه، دريمې زريزې کې يې د پښتنو په اړتيا ځان پوه کړ، ډيرې لوړې موخې او ځانگړى سبک يې ځان ته وټاکه او پر دوو ژبو له بشپړ واک سره د ستيژ يا دريځ سر ته وخوت.

رحيم شاه نه يوازې په پښتنو بلکې د نورو ژبو په ويونکو کې هم منل شوى سندرغاړى دى. د رحيم شاه مينه وال وايي دوى رحيم شاه د دې لپاره خوښوي چې نوې موسيقي، نوى سبک، ښکلى غږ او نوښت لري. رحيم شاه د نژدې هرې پښتو سندرې په انداز او کمپوز کې يوه اردو سندره هم کړې، د بيلگې په توگه د صبرو سندره يې :--

د رحيم شاه په يوه کنسرت کې يوې اردو ژبې تر پښتنو ډير د رحيم شاه پښتو سندرو ته سر او ځان خوځاوه، کله چې لامل ترې وپوښتل شو ويې ويل ما د دغې پښتو سندرې کټه مټه اردو بڼه اوريدلې او زه له همدغې پښتو سندرې د اردو خوند اخلم.

رحيم شاه په خپلو مرکو کې ويلي ده دغه لاره ددې لپاره غوره کړې چې پښتو د نا پښتنو په زړونو کې ځاى کړي او له نورو ژبو سره يې د سيالۍ او ضديت پر ځاى نژديوالى را منځ ته کړي.

يو شمير خلک وايي د رحيم شاه د سندرو شعرونه دومره پاخه او لوړ نه وي خو دى يې له کمپوز او ښکلې موسيقۍ سره دومره سينگار کړي چې آن که په شعر يې پوه هم نه شې خوند ترې اخلې.

رحيم شاه گام په گام پر مخ ولاړ. د کسټونو يوازې غږيزې سندرې يې پر ستيژ ژوندۍ وويلې. يو گام يې بل اوچت کړ او سندرې يې انځوريزې کړې، په ډيرې هوښيارۍ يې د ځينو سندرو په انځور کې د يوې نجلۍ او هلک د پښتنې مينې کيسه را ونغاړله، اوس اوس يې بيا يوه داسې ښکلې انځوريزه سندره جوړه کړې چې د هرې ژبې او توکم انسان يې په خورا مينه او لوړ غږ اوري، سر ورته خوځوي او لاهو کيږي، ځکه رحيم شاه ..... د مينې په سمندر لاهو شوى او وايي ده ته لامبوهم نه ورځي.

عشق د سمندر څپې عشق د سمندر څپې
ماله لامبو ماله لامبو نه راځي
زه پکې ډوبيږمه زه پکې ډوبيږمه ولاړمه ډوبيږمه

خو نه .... ور درومه .... تاته په دغه سمندر کې لامبو درځي، ډير ښه پوهيږي چې څرنگه ولامبې. همداسې چې تر دغه ځايه پل په پل راغلې، تر دې وړاندې هم تللى شي.


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت