BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:33 گرينويچ 2006 ,14 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ډاکټر اکبر درېمه شعري ټولگه : لمر ، شپه او گل

کتاب
لمر شپه او گل د ډاکټر محمد اکبر اکبر د شعرونو ټولگه ده چې په دې وروستيو کې د چاپ په گاڼه پسولل شوې ده .

په دغه ټولگه کې غزلې ، نظمونه او ازاد شعرونه راغلي دي .

د ښاغلي اکبر شاعري لوړ خېالونه او ژورفکرونه لري . استاد محمد صديق پسرلي د کتاب سرېزه داسې پيل کوي (( الفت صاحب ويلي دي چې په انسانانو کې تفاوت دي ، ځېنې ځان او ځېنې جهان جوړوي . په شاعرانو کې هم توپير دى څوک د خيال په رنگينه نړۍ کې لاهو دي ، او څوک د خداي د نبيانو رېښتېنو لارښونکو او خوا خوږو مصلحانو په څېر د قام د بيداري چغې وهي .

داکټر محمد اکبر اکبر له دوهمې ډلې شاعرانو څخه دي .چې کله د دنيا رنگينه ماڼۍ هم جوړوي ، مخاطب يې خپل ولس دى ،ولس ته پکې څه ويل غواړي ، هڅه ،مبارزه ، جد او جهد ، د رڼا وېشل ، په تيارو ير غل د پا څون اواز او د فکر د ډيوو بلول د ښاغلي اکبر د شاعري په اصلي موضوعگانو کې راځي . ))

لېکوال او کره کتونکي اسدالله غضنفر د ښاغلي اکبر شعري ټولگه لوستې او د ژبې او هنر په اړه يې وايې :

((ډاکټر اکبر په شعر کې خپله ژبه لري او دا ډېره مهمه ده هر ښه شا عر بايد ځانگړي سبک ولري . او ښاغلي اکبر خپله ژبه خپل ترکيبونه ، او خپلې ځېنې کلېمې لري چې ډېر يې تکراروي . لکه د بلۍ ، کوکۍ ، فکر او رڼا، سحر گل او اغزي کلپمې ډېرې يادوي .دى په ژبه برلاسى دى . د ده په ژبه د نورو ژبو هيڅ منفي اغېز نشته.
د شعر مهمه ځانگړنه يې فکردى او د فکر په لحاظ تريو شمېر نورو ډېر غني دى ))

شاعري د شخصيت هنداره وي ښاغلى غضنفر وايې چې د ډاکتر محمد اکبر اکبر شخصيت د هغه پر هنر هم اغيز کړى .

دى وايې (( يو وخت مې وغوښتل چې پر ډاکټر اکبر څه وليکم تر ډېرو فکرونو وروسته مې دا کليمه ذهن ته راغله چې ده ته د رنسانس يو سړى ووايم ځکه چې٤ يا ٥ سوه کاله پخوا د رنسانس په وخت کې چې يورپ تازه له تورو شپو راوتى وو په يورپ کې ډېر لوى کسان پيدا شول چې د انسان په صلاحيتونو يې باور درلود ، دوى به ويل تکړه انسان هم انځورگر ، هم سياستپوه ، هم ساينسپوه، هم ليکوا ل او شاعروي . نو ډاکټر محمد اکبر اکبر هغو کسانو ته يو عجيب ورته والى لري ، دى هم د طب وتلى ډاکټر، کېسه ليکوال او د دريو شعري ټولگو وينا وال دى . او د دې ترڅنگ يې په سلگونو راډيويې ډرامې ليکلي دي ))

ډاکټر محمد اکبراکبر په ( لمر ،شپه او گل ) کې په خپله ليکي :

(( ژوند يوه تونده منډه ده . په خپله هم ځغلي او نور هم له ځانه سره ځغلوي .))

د ډاکټرمحمد اکبر يوه څلورېزه :

لارې ځان له جوړې کړه ور د اسمانونو ته
خېژه د همت په پښو سر د اسمانونو ته
اې زما د کور ډېوې ته د رڼا زېرى يې
دا پيغام شپو ورکړلو لمر د اسمانونوته


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت