BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:54 گرينويچ 2006 ,12 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان پېژندنه پر افغانانو د افغان ليکوال اثر

افغانستان پېژندنه
دغه اثر د ٢٠٠٥ کال يو له مهمو کتابونو بلل شوى دى .
د عبدالوهاب المصري په نامه يو عرب تاريخ پوه په زړه پورې خبر كړې ده . هغه وايي د انسانانو ليكنې په بشپړ ډول په رښتياؤ ولاړې نه دي .

دى نور هم پر مخ درومي او ادعا كوي چې ان په ورځپاڼه ليكنه كې هم د يو خبر ليكل د ليكوال د فلسفي نړۍ ليد پر بنسټ ټاكلي مالومات رانغاړي او ډير څه پريږدي .

تاريخ هم همداسې درواخلئ .تاريخ پوهان او نور سياسي او ټولنيز ليكوالان هم خپل مالومات چاڼوي او پريكړه كوي چې څه د كتاب برخه وګرځوي او څه ترې وباسي .

خو خپل ځانګړي ليد لوري او فلسفي شاليد ته په پام سره د خپلو مالوماتو ځينې ځايونه ټاكي او ځينې ترې باسي چې د تاريخ په بڼه كتاب ليكنې ته لار پرانيزي .

اورنګزيب ارشاد هم همدا كار كړى دى .دا قضاوت به د هيواد نورو تاريخپوهانو ته پريږدو چې د ده ((افغانستان پيژندنه)) د تاريخي اثر په توګه څومره كره ، په تول پوره او له انصافه ډكه ده

كه څه هم د افغانستان پيژندنې په اړه ځينې بهرنيو ليكوالانو او سيلانيانو چې له دې هيواد څخه يې ليدنه كړې ده ګڼ كتابونه ليكلي چې د ليكوالې (( لورل كورنا )) نوم يې په سر كې راځي .

خود (( افغانستان پيژندنې )) په نامه د اورنګزيب ارشاد اثر په دې مهم ګڼل كيږي چې خپله يو افغان ليكلى دى او ډير يې اوږد او په تفصيل سره ليكلى دى . او ښايي هڅه په كې دا شوي وي چې افغانان نورو ته ښه وروپيژني او اصلي حالت يې انځور كړي ..

 دا اثر ٥٧٩ مخونه لري او په افغانستان كې يې د ژوند هر اړخ له تاريخي پلوه څيړلي دي .

د افغانانو دودونه ، تاريخي سرښندنې او نور د يو افغان له انده راوپيژني . افغانستان چې نن سبا د نړۍ لپاره د يو مهم هيواد په توګه راڅرګند شوى دى او په دې هيواد كې امنيت د نړۍ په لروبر كې د سولې او ټيكاو په مانا بلل كيږي .

ډيرى بهرنيان چې افغانستان ته راځي د دې هيواد د پيژندنې لپاره هغه كتابونه لولي چې د بهرنيانو له خوا ليكل شوي دي او د افغانانو په اړه يې ښايي قضاوت په بشپړ ډول كره او سم نه وي .

د بهرنيانو قضاوت او ليكنې ښايي له هغه څه سره چې د افغانانو اصلي څيره انځوروي ډير توپير ولري .

د كتاب منځپانګه :

د (( افغانستان پيژندنې )) په نامه د اورنګزيب ارشاد كتاب چې په دې وروستيو كې د دانش خپرندوې ټولنې په پيښور كې چاپ كړى دى په ٢٠٠٥ زيږديز كال كې له چاپه راوتلو كتابونو تر منځ يو له مهمو اثارو ګڼل كيږي .

دا اثر ٥٧٩ مخونه لري او په افغانستان كې يې د ژوند هر اړخ له تاريخي پلوه څيړلي دي .

كتاب په افغانستان كې له تاريخ وړاندې پېر څخه پيليږي ، نيمه تاريخي پېر ، ويدي مدنيت ،د بهرنيو يرغلګرو دورې چې هاخمنشيان او مقدوني سكندر يې په سر كې راځي راخيستي دي .

افغانستان ته يې د اسلام راتګ او اسلامي حكومتونه د ډاكټر نجيب الله د دولت تر پرځيدو وروسته د مجاهدينو تر حكومته پورې ياد كړي دي .

داسې څه يې نه دي پريښي چې په دې هيواد نه وي تير شوي او يايې دا هيواد ونه لري . همداسې يې د افغانستان ځمكنى جوړښت ((جغرافيه )) په راڼه ډول څيړلې ده .

د ژبو او ادبياتو له تاريخ نيولې د رسنيو ، تاريخي ځايونو او ابداتو ،د صنعت ، كركيلې او ښونې روزنې تاريخي بهير يې د كتاب په ځانګړو برخو كې څيړلى دى .

د افغانستان نوميالۍ څيرې ، د دې هيواد كولتور او دودونه ،طبيعي زيرمې داد افغانستان پيژندنې نورې بيلې بيلې برخې جوړوي .

د كتاب د هر څپركي په پاى كې چې ټاكلې موضوع ته ځانګړي شوي دي .اخځليكونه د اسنادو په توګه شتون لري .

خو د افغانستان د نومياليو څيرو په اړه ښايي ځينې پوښتنې راپورته شي چې افغاني تاريخ د پيړيو په اوږدو كې د تورې او قلم ډير نور بچيان هم روزلي دي چې يادونه يې په كتاب كې نه ده شوې.


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت