|
د يوگسلاويا مخکينى مشر په زندان کې ومړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د يوگسلاويا پخوانى مشر سلوبودان ميلاسيوچ ظاهرآ په طبعي مرگ مړ شوى دى . دى ٦٤ کلن و او له تيرو څلورو کلونو څخه په پخوانۍ يوگلاسويا کې د بشريت پر ضد د جرمونو په تور محاکمه کيدۀ . که څه هم د ښاغلي ميلاسويچ روغتيا ښه نه وه خو بيا يې هم د ناڅاپي مړينې خبر ډير خلک هېښ کړي دي . د دۀ د مړينې په باب اوس پلټنه پيل شوې ده . سلوبودان مېلاسوويچ لومړى د سربيا ځايي ولسمشر او بيا د ټولې يوگوسلاويا ولسمشر شو . شاغلي مېلاسوويچ په هېواد کې د کروشييا ،بوسنيا او کوسوو د دريو خونړيو جگړو پر مهال واکمني درلوده. په هرې يوې جگړې کې د سريبا لويه موخه له سپکاوي سره پاى ته رسېده ، خو مېلاسوويچ به د دفاع ژمنې کولې. نوموړى يو داسې کس و چې په واک کې له پاته کېدو سره يې ډېره لويه لوالتيا درلوده،خپل ټول مخالفين يې له مينځه وړل او خپل ځان يې بيا د يوه نړيوال سوله راوستونکي په توگه پېژانده. دى هغه کس وو چې د ډېټون تړون يې لاسليک کړ د دې تړون له مخې په ١٩٩٥ م کال کې د بوسنيا جگړه پاى ته ورسېده. خو په ١٩٩٩م کال کې د ناټو ځواکونو يو غښتلي هوايي يرغل ته ځان نه کړ ټينگ او سربي ځواکونه له کوسو څخه وتلو ته اړوېستل شو. خو په هېگ کې د جنگي جنايتونو نړيوالې محکمې سلوبودان مېلاسويچ د بشريت ضد جنايتونو پر سرتورن کړ. دى يوازنۍ دولتي مشر وو چې د واکمنۍ پر مهال له تورونو سره مخامخ وو. دى له واکه ليرې شو او پر ځاى يې نوى ډيموکراټ رژيم کښېناست. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||