|
بېنظير : مشرف له افغانستان سره اړيکي خرابوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو په ولسمشر جنرال مشرف ګاونډى افغانستان سره د اړيکو خرابولو تور لګولې دى. اسلام آباد کې د بېنظير بوټو د پيپلز ګوند د دفتر څخه په خپرې شوې يوې بيانې کې بېنظير بوټو وويل چې پاکستان کې د شکمنو طالبانو د موجودګۍ په اړه د افغانستان انديښنې په پام کې د نيولو په ځاى ولسمشر جنرال مشرف د افغان ولسمشر پر څرګندونو ملنډې وکړې. د افغانستان او پاکستان ترمينځه د طالبانو د يو لسټ په اړه د تودو بيانونو تبادله دوام لري . بېنظير بوټو وويل چې پيپلز ګوند د اسلام آباد او کابل ترمينځه د اړيکو په خرابيدو ډيره انديښمنه ده. بېنظير بوټو په جنرال مشرف غږ وکړ چې د شکمنو کسانو په اړه معلومات بې ځايه بللو په ځاى دې په خپلو پاليسو له سره غور وکړي. د پيپلز ګوند مشرې وويل چې د جنرال مشرف حکومت د طالبانو د بيا منظم کيدو په مخنيوى کې پاتې راغلې دى چې دا د طالبانو له خوا شمالي وزيرستان کې په حکومتي ودانيو د طالبانو له قبضې وروسته ثابت شو . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||