|
افغانې پيغلې ، فرحناز يوسفي ، د موسيقۍ سيالي وگټله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له اوږدو جګړو څخه وروسته افغان ميرمنې د نار ينه ګانو تر څنګ په چارو كې د ونډه اخيستنې هڅه كوي . كه څه هم په ټولنه كې له نارينه ګانو سره د خپلو حقونو د انډول لپاره د ميرمنو په وړاندې ډير ې ستونزې پر ځاى پاتې دي . خو د ډاكټر نجيب الله له واكمنۍ وروسته دا لومړى ځل دى چې يوه افغانه پيغله د موسيقۍ په سيالۍ كې د زر تنو ځوانانو تر منځ پنځم ځاى خپلوي او ددې په وينا د زياتو ګواښونو سره سره د موسيقۍ په يوې سختې سيالۍ كې ګډون كوي . ١٧ كلنې فرحناز يوسفي د افغانستان په پلازمينه كابل كې د موسيقۍ په يوې ټوليزې سيالۍ كې د زر تنو ځوانانو له منځه د (( غوره افغانې پيغلې )) نوم تر لاسه كړ . دا د مزار شريف اوسيدونكې ده . اغلې يوسفي په ټولنه كې د ميرمنو په وړاندې پراته خنډونه او ديوالونه مات كړل او د سلګونو نندارچيانو په وړاندې د سټيج پر سر راڅرګنده شوه او په يوه سيالۍ كې يې د موسيقۍ مينه والو ته څو ژوندۍ سندرې واورولې . د افغانستان په تاريخ كې د لومړي ځل لپاره ميرمن پروين د افغان ښځو په وړاندې د توپير دغه كړۍ ماته كړې وه . په كال ۱۹۵۱ ميلادي كې چې چادري يې هم پر سر وه د افغانستان د راډيو له څپو يې يوه سندره واوروله .خو اوس چې له هغې مودې څه له پاسه پنځه لسيزې تيريږي په لسګونو ښځينه سندرغاړې د افغان موسيقۍ په ډګر كې راښكاره شوې چې ځنې يې ډيرې مشهورې هم دي . خو د مجاهدينو او بيا د طالب واكمنۍ پر مهال د ورته سندر غاړو د پرمختګ څه چې د راڅرګنديدو مخه ونيول شوه . په افغانستان كې د جګړو وروستۍ لسيزه چې نيمه يې د مجاهدينو واكمنۍ او نيمه يې د طالبانو واكمنۍ بشپړه كړه .
نه يواځې ښځينه بلكې نارينه هغو هم ونشو كړى چې دننه په هيواد كې خپل هنر وښيي .د موسيقۍ په وړاندې د طالبانو د سخت دريځ اغيز د هغوى د واك د نسكوريدو وروسته هم له افغان ميرمنو دا جرت واخيست چې د سلګونو نندارچيانو په وړاندې خپل هنر وښيي .خو فرحناز يوسفي د ويرې دغه ځنځير مات كړ. اغلې يوسفي بي بي سي ته په دې اړه وويل . (( د يوې افغان پيغلې په توګه چې پر سړك ګرځېدم ، د ځنې خلكو فكرونه بيل دي . له بدو خبرو چلندونو سره مخامخ كېدو . احساس مې دا ؤ چې افغانې پيغلې او ميرمنې په افغانستان كې هيڅ ونډه نه لري . ګواښونه هم راته وشول .نه يې غوښتل چې يوه افغانه ميرمن دې په داسې يوه سيالۍ كې ونډه واخلي . دا يې بده ګڼله .)) دې بدلون ته په پام سره ډيرى افغانان په دې اند دي چې له كلونو كلونو جګړو او بنديزونو څخه وروسته افغان ميرمنو د ژوند په هر ډګر كې د پرمختګ وس پيدا كړى دى . د فرحناز مور و پلار هم ددغو ستونزو يادونه وكړه خو ټينګار يې داؤ چې نه غواړي ښځينه ماشومان يې د ټولنې د ډيرو نورو وګړو په څير يواځې د كور په پخلنځي كې كار وكړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||