BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:03 گرينويچ 2006 ,05 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د چرچل د" اوسپنيزې پردې" وينا٦٠مه کليزه
چرچل ، ستالين او روزولت
د دويمې نړيوالوې جگړې د وخت ٣ تنه نړيوال مشران : چرچل ،روزولت او ستالين
شپيته کاله پخوا د ١٩٤٦ کال د مارچ په پنځمه د برتانيا د جگړې د وخت لومړي وزير وينستن چرچل په خپلې يوې تاريخي وينا کې د شوروي له خوا د ختيځې اروپا کنترول (( يوه اوسپنيزه پرده )) وبلله چې اروپا ېې ويشلې وه .

په لومړي سر کې په لويديځ کې چا دغې وينا ته ډير پام ونکړ خو يو کال وروسته دده دا غوښتنه چې دموکراتيک ځواکونه بايد دده په خبره د شوروي پراختيا غوښتنې مخه ونيسي ، په امريکا او برتانيا کې په رسمي تگلارې بدله شوه.

څه موده وروسته اوسپنيزه پرده په خپله هغه وخت په فزيکي واقعيت باندې بدله شوه چې د ستالين د ختيځې اروپا متحدينو د خپلو لويديځو پولو په اوږدو کې اغزن سيمونه وغزول او کانکريټي ديولونه ېې جوړ کړل.

چرچل په خپلې تاريخي وينا کې ويلي وو:

((په بالتيک کې له ستيتين (Stettin )نه نيولي بيا د ايدرياتيک په سمندر گې د تري ياست (Trieste ) سيمې پوري وچه کې يوه اوسپنيز ه پرده راکش شوې چې تر شاه يې د ختيځې او لويديځې اروپا پلازمېنې لکه وارسا ، برلين، پراگ ، ويانا ، بوداپست او صوفيه پراته دي))

چرچل چې د نړيوالې دوهمې جگړې پر مهال د برتانيې لو مړى وزير وه خپله مهمه وينا يې چې د اوسپنيزه پردې په نامه اصطلاح يې پکې وکاروله د امريکا په فولهم کې کړې وه . البته د اوسپنيزه پردې دغه اصطلاح په لومړي ځل چرچل د دوهمې نړيوالې جگړې له پاى نه څلور ورځې وړاندې په يوه تلگرام کې چې د امريکا ولسمشر هري ترومن ته يې استولى وه کارولي وه.

چرچل په مرکزي ختيځې اروپا خاصتا په پولند کې د شوروي اتحاد له لوري واک ته د لاس پوڅو ريژيمونو له رسولو زياته انديښنه درلوده. ښايي چرچل د اوسپنيزې پردې دغه اصطلاح په لا شعوري توگه د هيتلر د پروپاگند د چارو له وزير نه کاپي کړي وي چي ويلي وه د نړيوالې دوهمې جگړې په پاى کې ، ښايي اورپا دوه ټوتې شي .

کله چې د امريکا په فولهم کې چر چل خپله مهمه وينا اوروله د متحدينو تر منيځ د پو لند او هم د جرمني د ويش او کنترول په سر ژور توپير موجود وه .

ده استدلال کاوه هغه ملک چې د متحدينو له خوا په جگړه کې نه وي اشغال شوى د هغو په کورنيو چاروکې لاس وهنه پر ځاى خبره نه ده خو په عين حال کې يې پدې هم ټينگار کاوه چې بايد د ازادې له اصولو نه په کله دفاع وشي .

د چرچل ددې احطياط تر شاه دوه دليله نغښتي وه ، يو داچې وارسا د شوروي د اشغال په وړاندې زيات څه نه شوى کولى او دوهمه خبره دا وه چې ماسکو د لويديځ د جگړې د مهال متحد وه .

د چرچل له خوا د اوسپنيزې پردې د اصطلاح کارول او د شوري د پراختيا غوښتنې په تگ لاره باندې د هغه تبصرو، ستالين خفه کړى وه او هغه يې د ځان لپاره سپکاوي گاڼه لدې کبله د چرچل مهمه وينا د شوروي مطبوعاتو کې هيڅ منعکس نه شوه اونه هم د بر تانيې په مطبوعاتو کې د ستالين خبره منعکس شوه چې چرچل يې له هيتلر او له يوه جنگ پلوي سره پر تله کړى وه .

ځيني وايي چې د وينستن چر چل د فولهم وينا چې د اوسپنيزه پردې اصطلاح يې پکې کارولې وه خورا مهمه وه خو ځيني نور بيا استدلال کوي چې د چر چل بله وينا چې د فولهم له وينا نه يې شپږ مياشتې وروسته په زوريخ کې د اروپا د راتلونکې په اړه وکړه زياته مهمه ده.

چرچل د زوريخ په خپله وينا کې د اروپايي ټولنې نظريه وړاندې کړې وه او ده د اروپا د يو ډول متحده ايالاتو غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت