 | | | داسې گڼل کېږي چې قربانيان ټول شيعيه گان دي |
په عراق کې چارواکي وايي بغداد ته نژدې په نهاراوان کې يې تر يوه بريد وروسته اتلس مړي موندلي دي. پوليس وايي پوې پنځوس کسيزې ټوپوکوالې ډلې په دغه ښارگوټي کې د برېښنا د توليد پر يوه مرکز او يوې فابريکې پرون بريد وکړ. داسې گڼل کېږي چې قربانيان ټول شيعيه گان دي. پوليس وايي د يو شمېر نورو مړو ځايونه هم په نښه شوي دي. دا بريد دداسې يوې ورځې په پاى کې شوى چې د عراق په نورو برخو کې پکې لږ ترلږه دېرش تنه ووژل شول. ددغه تاوتريخوالي په ځواب کې په بغداد او شاوخوا سيمو کې د ورځې له خوا د موټرو پر گرځېدو راگرځېدو بنديز لگېدلى دى. |