|
د هند، امريکا تړون د سيمي جيوپوليټيکه نقشه اړوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هند او متحد ايالتونو تر منځ اټومي تړون د د دواړو هېواد تر منځ د راټوکېدونکې ستراتيژيکې ملگرتيا زړى دى. دواړه يو او بل سره له اړيکو د ډېر څه تر لاسه کول غواړي. له هند سره پېاوړي اړيکي د بوش ډلې لپاره په نړۍ کې د دموکراسۍ د خپرولو او په هغه څه کې چې امريکاييان يې د ترهگرۍ پر ضد نړيواله جگړه بولي له همفکرو هېوادو سره د اړيکو د هڅولو يوه طبعي نتيجه ده. هند د وگړو له پلوه د نړۍ تر ټولو لويه دموکراسي ده. نو د نړۍ د ترټولو پياوړو دموکراسيو، متحده ايالتو او هند تر منځ له نژدې اړيکو پرته بل څه طبعي اوسېدلى شي. اسيا په راتلونکي کې د جگړې يو مهم ستراتيژيک ډگر دى. نو په دې توگه له ډيلي سره د واشنگتن نژدې اړيکي مانا لري. په سخت دريځو محافظه کارانو کې ځينې لا آن هند ته د چين د ډېرېدونکي اغيز په وړاندې د يوۀ بالقوه سپر په سترگه گوري. طبعي ده چې د هند حکومت به حالاتو ته په همدې ډول گوري. خو له واشنگتن سره اټومي معامله په دوه ډوله لايلو مهمه ده. هم په عملي دلايلو او هم په رواني دلايلو. هند اړ دى چې خپل د انرژي سکتور ته پراختيا ورکړي. او د دې لپاره بهرنۍ تکنالوژۍ ته اړتيا لري. خو د خپلو اټومي وسلو د پروگرام او د اټومي نه خپراوي تړون د نه لاسليکولو له امله هند په يو ډول اټومي ترټلي بدل شوى دى. د متحده ايالتونو معامله به دغه هېواد ته لار پرانيزي چې د نړيوالې اټومي ټولنې په يوۀ منلي شوي غړي واوړي. په ورستي تحليل کې، ښايي دغه هېواد پاى د امريکا پر ځاى له فرانسې او روسيې څخه ډېره اټومي تکنالوژي وپلوري. خو د دروازې د کلپ کونجي همدا له امريکا سره معامله ده. هند هم تکنالوژي تر لاسه کوي او هم د يوۀ دريځ خاوند کيږي. او دا مسله هم مهمه ده. په حقيقت کې دا هېواد د هغو هېوادونو د ډلې په يوۀ نارسمي غړي بدليږي چې اعلان شوې اټومي وسلې لري_ روسيه، متحده ايالتونه، بريتانيا، فرانسه او چين _ د داسې يوۀ هېواد لپاره ښه ملگري چې باور لري پر نړيوال ستيج يې وخت را رسېدلى دى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||