 | | | ښاغلى پيوند پدې وروستيو کې د سياسي طنزونو يواثر ليکلى دى |
علي گل پيوند ٥٨ کاله وړاندې دکونړ دولايت د پشد په کلي کې زېږيدلى دى لومړنى ښوونځۍ يې د پشد په کلي کې ولوست . له څلورم ټولگي نه يې نظم وايه او مشر ورورته به يې کيسې لوستلې . ورورو يې د شعرونو اوبيا پخو اوښوشعرونو ليکل پيل کړل . کابل ته دابن سينا ليسې ته ولاړ. ددې ليسې نه ترفارغيدو وروسته ېې دارالمعلمين ولوست اوبيا يي دکابل پوهنتون دادبيا تو پوهنځي . دښوونکوپه روزنيزه اکاډمي اودارلمعلين کې ښوونکى وو. دثور تربدلون وروسته لومړى د پوست ريس شو بيا د ثور انقلاب دورځپاڼې د مسول مدير او وروسته د اطلاعاتو او کلتور د وزير د مرستيا ل دنده ورله غاړې شوه. جرمني ته دسفير په توگه دليږلو دنده وروسپارله شوه خود هغه پرځاى زندان ته وليږل شو. اته کاله يې د څرخي پله په زندان کې تيرکړل . شپاړس کاله وړاندې المان ته راغي خو د اځل دکډوال په توگه . ترنن پورې ددې هيواد په ها مبورگ کې اوسيږي. پدې وروستيو کې يې دسياسي طنزونو يواثر ليکلى دى. دشعرونوڅواثاريې چاپ شوي دي لکه زړه ډمه ، دسينما ياران ، سياسي طنزونه، سيلي او باولي اونور. واده يې کړى اوماشومان لري. دغه خپرونه سپين تڼى د ميرويس مياخيل په مرسته سره وړاندې کوي. |