|
پاکستان : د توغنديو نوم نه بدلوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پاکستان دا خبره رد کړه چې گواکې افغان چارواکو ددغه هيواد له پوځ نه غوښتي چې پر خپلو اټومي توغنديو د افغاني تاريخ د وتلو څېرو نومونه کېنږدي. د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسمينې اسلم وويل: پاکستان به د خپلو توغنديو نوم وانه ړوي ځکه چې دواړه هيوادونه گډ تاريخ او گډ کلتور لري. پاکستان مخکې پر خپلو توغنديو د وتلو افغان څېرو لکه محمود غزنوي، احمد شاه ابدالي او شهاب الدين غوري نومونه ايښي چې د مسلمانو مشرانو په توگه يې هندي واکمن مات کړي او د هغو ځمکو پر ځينو برخو يې خپلې واکمنۍ جوړې کړي چې نن پرې افغانستان، پاکستان او هند ودان دي. د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين ويلي اسلام آباد ته يې يو ليک استولى او غوښتنه يې کړې چې دغه نومونه دې له پوهنيزو، کلتوري او د سولې د پياوړتيا له موسسو سره وتړل شي او د ورانۍ او وژنې پر وسيلو دې نه ايښودل کېږي. بل پلو د پاکستان د سرحدي ايالت – صوبه سرحدو والي خليل الرحمان په ډاگه کړه چې فدرالي حکومت د اوس لپاره د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې خپل پوځي عمليات دروي. دى وايي دا پرېکړه ددې لپاره شوې چې د حکومت په باور قبايلي وگړي د خپلو دودونو له لارې د سولې د بيا ټينگېدو وړتيا لري. خو هغه وويل چې که ښه والى ونه ليدل شو، عمليات به په خپل ټول زور او سختوالي سره بيا پيل شي. له دې سره جوخت د اسماعيل خان درې د ولسوالۍ د موسيقي د کسټونو په يوه هټۍ کې چاودنې شپږ تنه ټپيان کړي دي. پوليسو دا پېښه د ترهگرۍ يو عمل بللى دى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||