|
پاکستان کې د جندالله د ډلې ١١تنه د مرگ په سزا محکوم شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د جندالله ډله د القاعده په پلوي تورنه ده او ١١ تنه غړي ېې دوه کاله مخکې پر يو پاکستاني پوځي جنرال باندې د بريد له امله د تروريزم ضد محکمې له خوا د مرگ په سزا محکوم شوي دا بريد ٢ کاله مخکې په کراچي کې شوى وو، حکومت وايي غوښتل ېې لوړ رتبه پوځي قوماندان تورن جنرال احسان سليم حيات ووژني که څه هم د ٢٠٠٤ م کال په جون کې دا بريد ډير يو منظم بريد وو خو جنرال حيات ونه وژل شو . پدې پيښې کې دهغه ١١ تنه ساتونکي چې زياتره ېې پوليس او پوځيان وو ووژل شول د يو تورن کس مور خبريالانو ته وويل چې دا قضيه رښتيا نده او د هغوى مدافع وکيل وويل چې لوړې محکمې ته به اپيل وکړي کله چې د تروريزم ضد محکمې قاضي د محکمې فيصله ولوستله ، تورنو کسانو ته ېې د مرگ سزا واودووله او وې ويل چې ددوى پرضد تورونه ثابت شويدي ، ټولو تورنو کسانو داعتراض په توگه خپل لاسونه چې ولچک شوي وو پورته کړل او د "" الله اکبر "" نارې ېې وکړې د ٢٠٠٤ کال په جون کې تورن جنرال احسان سليم حيات په کراچي کې د قول اردو قوماندان وو . حمله کونکو د هغه د موټرو پر کاروان باندې دماشيندارو او د ليرې ځاى څخه کنتروليدونکو بمونو بريد وکړ . جنرال حيات ژوندى پاتې شو خو ١١ تنه ساتونکي يې ووژل شول پاکستاني چارواکو هغه وخت وويل چې دجندالله په نامه يوه نوې القاعده پلوې افراطي ډله ېې موندلې ده . چارواکي واېې چې دا يوه وړه خپلواکه ډله وه چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې ېې فعاليت کاوه او د ولسمشر مشرف د امريکې پلوه تگلارو په خلاف ېې مبارزه کوله | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||