|
افغانستان: تيروتنې ، امکانات او هيلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په اروپا کې د ډيرو خلکو په گومان افغانستان ته د سرتيرو ليږل نه يوازې خطرناک دي بلکې امپرياليستي عمل هم دى . خو دا ضرور نه ده چې په دغو خبرو کې دې يوه هم سمه وي . په کوم دليل چې برتانيا ، کانادا ، فرانسې ، جرمني او نورو هيوادونو افغانستان ته خپل سرتيري واستول تر هغو دلايلو خورا ډير توپير لري چې ترمخه يې متحدو ايالاتو او برتانيا عراق ته درې کاله وړاندې ځواکونه استولي وو . په افغانستان کې د بهرنيو سرتيرو د شته والي په برخه کې د ډيرو افغانانو غبرگون هغسې قهر وړى نه دى لکه په عراق کې چې يې ډير خلک د برتانيا او امريکا د سرتيرو په وړاندې ښيي . په افغانستان کې د لويديځو هيوادونو گټې له افغانانو سره شريکې دي . اروپايان په افغانستان کې سوله ، ښېرازي او ښه حکومت غواړي چې افغانان هم ورته لېواله دي . که چيرې دغه درې برخې په افغانستان کې نه وي نو اروپا ته خورا ډير تاوان اړولى شي . په متحدو ايالاتو باندې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ نېټې بريدونه په هغۀ افغانستان کې تنظيم شوي وو چې طالبان يې واکمن وو . د لويديځ کوڅو ته چې کوم هيروين رارسيږي هغه د افغانستان له لرو بره راځي . که له افغان حکومت سره مرسته وکړو چې پياوړى شي ، که د عادي افغانانو د ژوند ښه کولو په برخه کې لاس وکړو نو اروپاييان به خوندي وي . ستونزه دا ده چې لويديځ هيڅکله افغانستان ته د يوۀ ريښتيني هيواد په سترگه نه دي کتلي . د دې پر ځاى لويديځوالو تل افغانستان د شطرنج د يوې تختې په څير گڼلى دى . په ١٩٨٠ مو کلونو کې چې رونالد ريگن په متحدو ايالاتو کې ولسمشر وو او مارگريت تاچره په برتانيا کې لومړۍ وزيره وه لويديځوالو ډيرې خبرې واوريدې چې افغانان د شوروي زور زياتي له امله کړيږي . خو کله چې د ١٩٨٩ کال په فبروري کې شوروي اتحاد له افغانستانه ووت نو امريکاييانو ، برتانويانو او نورې نړۍ له دغۀ هيواد سره دلچسپي ختمه کړه . افغانستان نور يو بې وزلى هيواد وو چې طبعي زيرمې يې هم نه لرلې . په ١٩٩٠ مو کلونو کې له نړيوالو په هير شوي افغانستان کې داسې نادودې وشوې چې يوازې د اوسني پېر په تر ټولو سخت او زورواکي رژيم ، طالب رژيم ، کې د پاى ټکى ورته کېښودل شو . د ٢٠٠١ کال په نومبر کې د طالبانو پرځول پخپله يو څرگند برى و . د متحدو ايالاتو د ځانگړو ځواکونو يوې وړې برخې او ډيرو بمونو طاتلب ضد شمالي ټلواله وتوانوله چې طالبان له کابله وباسي . ډيرو افغانانو له طالبانو کرکه لرله د هغوى نسکوريدل يې داسې ولمانځل لکه نوى سهار چې وي . برتانيا او امريکا ژمنه وکړه چې بيا به يې دلچسپي نه ختميږي . دغه وخت و چې پر عراق يرغل وشو . ټول پام هغۀ لور ته واوښت . څرنگه چې په عراق کې د مقاومت غورځنگ وغوړيد او ټول هيواد ته خپور شو بيرته يې پر افغانستان هم اغيز وکړ . طالبان چې ختم شوي ښکاريدل بيا داسې وايسيدل چې اغيز پيدا کوي . دوى د عراقي باغيانو تاکتيکونه خپل کړل او يو وار بيا د اسلام پالو اورپکو په روزنيز ډگر بدل شو . هر څوک چې له افغانستانه خبر وي پوهيږي چې عادي خلک څومره سوله او ښيرازي غواړي . ليکوال او شننونکى احمد رشيد ليکي (( تر هغو چې لويديځ ځواکونه گټور وي او د جگړې او بيا رغاونې لېوالتيا لري په افغانستان کې يې هرکلى کيږي )) ان سويل ختيځې برخې چې برتانويان ور روان دي او د طالبانو ملاتړ پکې ډير دى بيا هم تر عراق ډيري خطرناکه نه دي . که برتانوي سرتيري د عراق له تيروتنو زده کړه وکړي نو په افغانستان کې خورا ډير څه کولى شي . مهمه خبره دا ده چې په افغانستان کې د يرغلگر په توگۀ نۀ بلکې د مساوي يا انډول دوست په توگه بايدعمل وکړي . د امريکا يو شننونکى واني کاپيلي استدلال کوي چې لويديځ ځواکونه بايد د افغانستان او پاکستان په پوله له پرتو قبايلو سره کار وکړي همدغلته اسامه بن لادن او د طالبانو مشرانو پناه اخيستې ده . تيره مياشت د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې ، سي اى اې ، د پولې پورې غاړې توغندى وتوغاوۀ او ١٨ ملکي کسان يې ووژل . کاپيلي وايي دغه ډول عمل به پر قبايلو کار ونه کړي . (( که چيرې دغه جنگيالي خلک داسې احساسوي چې د اسلام پالو سخت دريځو په ملاتړ باندې خپل وياړ او ننگ ساتي نو بايد قانع شي . هنر په دې کې دى چې دغو خلکو ته ثابته شي چې د وياړ او ننگ ساتلو ته نورې ښې لارې هم شته . )) کاپېلي کاملآ په حقه دى . که چيرې همدا لاره په افغانستان کې تعقيب شي نو دغه هيواد به لا ډير سوله ييز ، ښه او ښېرازه وي . خو ستونزه دا ده چې په متحدو ايالاتو کې عامه نظر لا هم د دليل پر ځاى په زور ډير ولاړ دى . که څه هم کاپيلي ته په متحدو ايالاتو کې د يوۀ مهم شننونکي په سترگه کتل کيږي خو دغه ليکنه يې د امريکا ٢٤ ورځپاڼو رد کړ او بلاخر په يو ايس ايټاليا خپرونه کې چاپ شوه . . د نوي افغانستان لپاره يوه لنډه موقعې شته . امريکاييان ښايي پر خپل چلند له سره فکر وکړي ، برتانيا ښايي د ځان په باب عامه نظر بيا پر ځاى کړي چې په عراق کې خراب شوى دى . د ناټو نور هيوادونه ښايي وښوولى شي چې تش د خير په پوله ناست نه دي او نيوکې نه کوي بلکې نور څه هم کولى شي . راځئ دا هيله وکړو چې يو ځل خو هر څه سم هم شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||