BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:00 گرينويچ 2006 ,19 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پاکستان حکومت، د کارتون ضد مظاهره منع کړه
قاضي حسين احمد
د جماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد د حکومت له خوا د ٣٠ ورځو لپاره په کور کې نظر بند شوى
دپاکستان حکومت د يکشنبې په ورځ د کارتون پرضد يوه مظاهره منع کړه او يو شمير اسلامي مشران چې دا مظاهره ېې پلان کړې وه ونيول

تيره اونۍ په لويديځو ورځپاڼو کې د اسلام د پيغمبر د کارتونونو د خپريدو په خلاف د تشدد نه ډکو مظاهرو په ترڅ کې يوشمير کسان ووژل شول

اوس د پاکستان حکومت د هغې مظاهرې مخه ونيوله چې د ىکشنبې په ورځ اسلام آبادکې کيدونکې وه

دا مظاهره د پاکستان د اسلامي گوندونو د اتحاد ، متحده مجلس عمل يا ام ام اې (MMA ) او په پارلمان کې د لوېې مخالفې ټلوالې له خوا پلان شوې وه

د MMA يو وياند وويل پوليسو ددوى په سلگونو فعالين نيولي دي چې هغو کې ددوى مشر قاضي حسين احمد هم شامل دى .هغه د ٣٠ ورځو لپاره په کور کې نظر بند شوى دى

قاضي حسين احمد د متحده مجلس عمل تر ټولو ستر گوند ، جماعت اسلامي مشر دى
جماعت اسلامي ، د کارتونونو پرخلاف مظاهرو سره د حکومت چلند او د هغه د لوديځ پلوه تگلارو باندې سخت انتقادونه کړي .حکومت پر جماعت اسلامي باندې د تشدد د لمسولو تور لگولى

جماعت اسلامي وايي ددغه بنديز او نيونو سره سره به مظاهره وکړي . په تير وخت کې حکومت او اسلامي مخالفې ډلې په گډه سره کار کوه خو اوس داسې ښکاري چې د مقابلې په حال کې دي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت