BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:21 گرينويچ 2006 ,15 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دافغانستان د سکرو کانونه عصري تکنالوجۍ غواړي

د سکرو کان
د افغانستان په شمال کې دسكرو د كان كاركونكي وايي چې هر كال نژدې لس تنه د توليد پر مهال خپل ژوند له لاسه وركوي
د افغانستان د سكرو كانونه د نړۍ له خطر ناكو كانونو څخه ګڼل كيږي .چارواكي وايي چې د تخنيكي وسايلو د نه شتون له كبله دغه كانونه د لسګونو كارګرانو ژوند اخلي .

د افغانستان په شمال كې د سكرو د كانونو عمومي ريس انجينر محمد افضل عمري وايي .
(( اصلا دغه خبرې چې تاسو كوئ سل په سلو كې رښتيا دي .دغه كانونه چې په نا تخنيكي توګه توليديږي هلته د سوزيدو امكان شته ، هلته د سمڅې د رالويدو امكان شته . هر كال ډير زيات خلك د همدې ستونزو له كبله ژوند له لاسه وركوي . په نوي كال كې د دولت له پلان څخه سم خبر نه يم چې څه كوي ، ښايي د خصوصي كولو خبره په منځ كې وي .كه زمونږ لاس ورسيږي او مونږ وشو كولى ، ښه ده چې د فني كار لاره چاره رامنځته كړو . د ناتخنيكي كيندنو لپاره هيڅ اجازه نشته .خو دوى هم اړ دي چې په دغه كار لاس پوري كړي .))

د څلويښتمې لمريزې لسيزې او شپيتممې لسيزې په اوږدو كې د بغلان ولايت د كركر په كان كې له ۱۴۰ څخه زياتو كارګرانو په كان كې د يوې چاودنې له كبله ژوند له لاسه وركړ .بيا وروسته په دغه كان كې له پخواني شوروي څخه د راليږدول شؤ تخنيكي وسايلو د كارګرانو په وړاندې نور احتمالي يا كېدوني خطرونه راکم كړل . د جګړو په لسيزو كې د سكرو د كانونو د ولكې پر سر د سيمه ييزو قومندانانو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې چې وايي د كانونو وسايلو ته يې هم زيانونه واړول .

د دره صوف په څير دسكرو د كان كاركونكي وايي چې هر كال نژدې لس تنه د توليد پر مهال په دغه ډول كانونو كې ژوند له لاسه وركوي . د دره صوف ترڅنګ د اشپشتې ،روي دواب ، ميخزرين ، نهرين او تخار د سيمو په كانونو كې په ناتخنيكي توګه د سيمه ييزو خلكو له خوا د كلنګ او جبل له لارې سكاره كيندل كيږي.چې توليد يې تر ډيره د دولت په واك كې نه دى خو بازار ته يې د وړاندې كولو پر وخت توليدكونكي دولت ته د ټيكس په توګه د يو ټن سكرو پر سر ( ۱۴۰۰ ) افغانۍ وركوي . د دره صوف د سكرو د كان دكاركونكو په وينا دوى پنځه لارۍ سكاره كيني يوه يې دوى پورې اړه نيسي څلور يې هغه څوك اخلي چې دوى يې د توليد لپاره ګمارلي دي .

(( دا د ګاډي د وړتيا پورې اړه لري چې څومره راوړى شي .هر ه لارۍ توپير كوي . كراز او كاماز توپير لري .د يو ټن سكرو پر سر دولت ۱۴۰۰ افغانۍ اخلي . دا د ګاډي وړتيا پورې اړ لري .ځنې ۱۲ ټنه راوړي ، ځنې ۱۴ او ځنې ۱۹ ټنه .)).

د دره صوف د سکرو د کان یو ّ تن اوسیدونکى په همدې تړاؤ وايي.
(( مونږ پنځه موټره سكاره شكوو ،څلور يې د كان څښتن اخلي يو يې مونږ ته راكوي .دوى بيا په ښارونو كې استازي لري . مزار ته يې وړي او كابل ته يې ليږدوي .))

خو د بغلان هغه كانونه چې په تخنيكي توګه توليديږي ، دا مهال د دولت په انحصار كې دي او توليد يې د دولت جيب ته لويږي .

د افغانستان په شمال كې د سكرو يولس كانونه موندل شوي دي . دغه كانونه دبغلان د اشپشتې ، روي دواب ، كركر ،دود كش ،اهندرې ، خوبدرې ، نهرين ،د تخار ولايت د سكرو كان او د سمنګان ولايت د دره صوف د سيمې دي .ددغو كانونو توليد د سون د انرژۍ په توګه نه يوازې پلازمينې كابل او له هغه ځايه نورو ولايتونو ته بلكې د هيواد د شمالي ولايتونو ډيرى خلك ترې ګټه اخلي .

د شمال لويې صنعتي فابريكې لكه د غوري سمنټ، د ټوكر جوړولو فابريكې او ځنې نورې هم د سون د انرژۍ لپاره ددغو كانونو له توليد څخه ګټه اخلي .

خود شمال د كانونو ريس ښاغلي عمري وويل چې د سكرو پر ځنې كانونو لا هم د پخوانيو وسله والو كسانو ولكه شته او دوى نشې كولى چې په بشپړ ډول ترې ګټه واخلي .

د سمنګان ولايت د دره صوف د كان په څير د اشپشتې ، روي دواب او نهرين كانونه د هندوكش د غرنو په لمنو كې پراته دي .دره صوف د سكرو كان د سمنګان ولايت له مركز ايبك څخه ۱۵۶ كيلو مټره واټن لري . دغه كږه وږه ، جيګه او ټيټه ، خټينه او ډبرينه لار ددې لامل ګرځيدلې ده چې دولت ونشې كړى ددغه كان د تخنيكي چارو د سمبالښت لپاره اسانتياوې را منځته كړي .

(( دولت تر اوسه نه يوازې مرسته نه ده كړې . بلكې هيڅ يې يو خبر هم نه دى اخيستى . دا لومړى ځل دى چې دغه خبريالان مونږ وينو چې دلته راغلي دي . دغه سيمه يې له مونږ سره ګډه وكتله . هغه ويجاړۍ او ورانۍ چې په دې كان كې رامنځته شوي دي وليدلې ، نور نه څوك دلته راغلي او نه موليدلي دي او نه دلته شته دي .))

دره صوف يوه غرنۍ سيمه ده چې پريما نه اوبه لري او زياتره خلكو په دغو اوبو كې د خپل لاسو كوچنيو برښنا كوټونو له لارې خپل كورونه رڼا كړي دي .ددغې سيمې خلك نه يوازې كركيله كوي بلكې د سكرو كان د يوې سترې اقتصادي سرچينې په توګه د هغوى د بوختيا لامل ګرځېدلى دى . په زرګونو كسان ددغه كان له سلو څخه په زياتو سمڅو كې د توليد چارې پر مخ بيايي .دوى هر سهار پر پنځه بجو كار پيلوي او ماښام د لمانځه پر وخت د سكرو ککړ مخونه او تڼاكې لاسونه كورونو ته ورګرځي .

((د سكرو سمڅې خلكو ته ! نژدې شل يا پنځه ويشت كاله كې كيږي چې خلك په كې كار كوي .خلك نور كار او روزګار نه لري ، همدې ګور ته ننوزي !)).

سيمه ييز خلك وايي چې د دره صوف د كان په زرګونو ټونه سكاره د لګيدلي اور له كبله چې د ۲۰ كلونو راهيسې وايي په كې راڅرګند شوى دى سوي دي . ددغه اور تؤ او لوګى له دغه كان څخه بهر هم ډير په شدت سره احساسيږي خو اور د ځمكې لاندې دى .سيمه ييز خلك وايي چې دولت يې د له منځه وړلو په فكر كې نه دى او ويره ښيي چې كه دغه اور مړ نشي ښايي دچاودنې لامل وګرځي او سيمه ييز خلك او د سكرو كان نور هم زيانمن كړي .

د سمنګان ولايت چارواكي وايي چې د منځمهالې ادارې له رامنځته كېدو وروسته دولت لږ تر لږه وكولى شول چې په كال كې پنځلس مليونه افغانۍ ترې عايد واخلي .د سمنګان والي وايي چې په كان كې د لګيدلي اور مړينه ددغه ولايت له وسه پوره نه ده او غوښتنه كوي چې افغان دولت دې د اور د له منځه وړلو لپاره پريكنده ګامونه واخلي .

دسمنګان والي عبدالحق شفق مې وننګاوو چې ايا ددې كان عايد ددغه بيرته پاتې ولايت په اقتصاد كې ونډه لري .ده وويل .

(( د ولايت په كچه يې هيڅ هم د خلكو په ګټه نه لګيږي ، هيڅ هم نه . خو مونږ وايو چې د دولت خزانې ته هم لاړې شي زمونږ په خير ده ، مونږ د دولت برخه يو د ټولو غوښتنه همدا ده .د هيواد په هر ګوډ كې چې ولګيږي ، زمونږ په ګټه ده ، زمونږ خپل كور جوړيږي .خو مونږ د سمنګان ولايت د خلكو بېوزلۍ ته په پام سره په دې باور يو چې كه يو څه يې دلته مصرف شي . كه مشران ښه وګڼي چې ددې كان يوه برخه په دې ولايت كې ولګيږي دا به يو ه پېرزونه وي .))

د سكرو له انرژۍ څخه د برښنا د توليد خبره هم د افغانستان د كانو او صنايعو وزارت د هڅو يوه برخه ده .د شمال د سكرو چارواكي وايي چې په ۲۰۰۴ زيږديز كال كې دغه وزارت يو څيړنه كړې چې په ترڅ كې يې له سكرو څخه د برښنا د انرژۍ توليد شونى كوي خو وايي دا كار ډيرې پانګې ته اړتيا لري .

د سمنګان والي ښاغلى شفق همدې خبرې ته په اشارې سره ټينګاركوي چې په هيوادكې د اقتصادي بدلون بنسټونه دوه شيان جوړوي . يو ه انرژي او بل نړيوالې اړيكي او وايي چې كه د سكرو له انرژۍ څخه په سمنګان كې د برښنا لارې چارې وكتل شي دوى به يې په كلكه ملاتړ وكړي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت