|
افغان دولت غواړي له بهر نه غاز وارد کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سودا گري وزارت د غازو او نفتي موادو اداره وايي د يوې مياشتې په اوږدو کې به ددغو غازو په را رسېدو سره په افغانستان کې دغازو په بيه کې ټيټوالي راشي . دژمي په اوږدو کې په افغانستان کې عادي وگړي د غازو د بېو د لوړوالي څخه شکايت کوي. په دې وروستيو کې په ټول افغانستان کې د نورو توکو ترڅنگ د سوند د موادو بيې هم پورته تللي دي . يو کيلوگرام غاز داوخت په افغانستان کې په ٥٠ افغانى پلورل کېږي . . خو د دولت لخوايې ټاکل شوې بيه ٤٥ افغاني ده دسوداگري وزارت د غازو او نفتي موادو د ادارې مشر محمد يونس مغل وايي په افغانستان کې د غازو د بيو د را ټيټولو لپار به افغان دولت د يوې مياشتې په اوږدو کې د٥٠ زره ټنو غازو راوړل پيل کړي او که اړتيا وه نو دا اندازه به سل گونو زره ټنو ته لوړه کړي . ښاغلى مغل زياتوي چې دافغان دولت لخوا دد غو غازو په راوړلو سره به په بازارونوکې د غازو دبيې په ټيټوالې پوره اغيز وشي . دي وايي که اړتيا وه نو دولت به په سلگونو زره ټنه غاز را افغانستان ته وارد کړي . دا خبره په داسې حال کې کيږ ي چې دامهال افغانستان ته د غازو بيخي ډېره برخه د خصوصي کمپنيېو لخوا راوړل کيږي . د سوداگري وزارت وايي دا وخت افغانستان په کال کې تر٥ لکه ټنه زياتو غازو ته اړتيالري او دغه اړتيا د انرژي او بريښنا د کموالي يا نشتوالي له کبله مخ په زياتېدو ده . د کابل يو اوسېدونکي حبيب الله وايې دبيې د لوړوالي له کبله نشي کولاى له غازو نه کار واخلي او له مجبوري نه سکاره او ذغال کاروي د نفتي موادو او غازو داادرې مشر ښا غلى مغل وايي په افغانستان کې د غازو د بيو د لوړ والي ېو لامل دادى چي را وارد شوي خرڅېدونکي غاز څو لاسه پلورل کېږي ، خو وايې د دولت لخوا به را وارديدونکى غاز په ځانگړو ځايونو او ټانکرونو کې په ارزانه بيه وپلورل شي . خو داوخت يې د نرخ ټاکل له وخته وړاندې وبلل .دي وايي افغانستان ازاد بازار غوره کړى او په ازاد بازار کې دولت نشي کولاى د خصوصي شرکتونو په چارو کې لاس وهنه وکړي . او دده په اند د غازو دبيو دراټيټولو ښه لاره همدا ده چې دولت نيغ په نيغه دخصوصي کمپنيو سره سيالي پيل کړي که څه هم د افغانستان په شمال کې د طبيعي غازو زيرمي شته دي خو د مالي او تخنيکي ستونزو له امله له هغوى څخه په پراخه توگه کار ندى اخيستل شوى او هغه اندازه غاز چه اوس د هيواد دننه توليديږي د هيواد اړتيا نشي پوره کولاى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||