BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:14 گرينويچ 2006 ,09 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
استراليايي چارواکي استعفى ورکړه
استراليا
د شرکت مديره ډلې وويل چې د اندري ليندبرگ ليري کېدل د شرکت په گټه دي
د اسټراليا د غنمو د صدور د انحصاري شرکت، AWB، مشر له دې تورونو وروسته استعفى کړې چې وايي د عراق مخکني ولسمشر صدام حسين ته يې ميليونونه ډالره بډې ورکړي دي.

د شرکت مديره ډلې وويل چې د اندري ليندبرگ ليري کېدل د شرکت په گټه دي. د آسټراليا حکومت دهغو تورونو په تړاو د AWB شرکت پلټلى چې وايي په ٩٠ مو کلونو کې يې هغه مهال چې د ملگرو ملتونو د تېلو په بدل کې د خوړو په پروگرام کې ښکېل وو، عراقي چارواکو ته بډې ورکړي دي.

شرکت دا نه مني چې کوم ناسم کار يې کړى دى.

شرکت وايي ددې خبرې د منلو لپاره هېڅ دليل نشته چې گوندې يوه اردني ټرانسپورتي شرکت ته عراق ته د آسټراليايي غنمو د وړلو لپاره ورکړ شوې پيسې دې د ملگرو ملتونو له بنديزونو نه سرغړونه وي.


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت