|
سندرغاړى خالق عزيز موداوومې سټوډيو ميلمه وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
خالق عزيز ٤٠ کلن دى او دکندهار په ده خواجه کې زيږيدلى دى. لومړنى زده کړې ېې د شاحصين هوتک په لومړني ښوونځي کې وکړې او بيا د احمد شا ه بابا ليسې ته ورغى هلته يې تر يوولسم ټولگي پورې زده کړې وکړې. په هيواد کې شرايط په خرابيدو شول او دى هم پيښور ته ولاړ ، هلته يې يوه مياشت تېره کړه او امريکا ته ورسيد . په نيويارک کې ېې واړول . لومړى عالي ښوونځي(هاي سکول) ته ولاړ او بيا يې دکالج په لوستلو پيل وکړ. يوکال يې دکوينزبوري کالج ولوست خو د کارونو د زياتوالي او د ژوند د شرايطو له امله يې کالج پريښود. په مساپرى کې ېې په کار وبار پيل وکړ خو له دې سره يوځاي يې موسيقي هم نه پريښوده اوپام يي پرې غلطاوه. درې کا له وړاندې افغانستان ته ولاړاوتردې وروستيوپورې هلته اوسيده .هلته يي څوسندرې جوړې اوثبت کړې اودافغانستان تلويزيون ته يي ورکړې چې تل به يې غږولې. اوس بيا دنيويارک څنگ ته په نيوجيرسي کې اوسي اوله خپل ورورسره يورستوران چلوي. په امريکاکې يې هم څوسندرې ثبت کړې اودموسيقي مينه والوته وړاندې کړې دي .لومړنى سندره يي داوه : احتياط کوى له ملکه تش کالبوت مه جوړوى - له وران افغانستان څخه بيروت مه جوړوى. واده يې کړى اوددرخانۍ او هيواد په نومونودوه بچيان لري. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||