BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:12 گرينويچ 2006 ,01 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هندي فلمي ستورې د لوڅ عکس له امله دعوه کړې
مجله
مجلې د خوشبو نيمه لوڅ عکس چاپ کړى چې د دې په وينا په کمپيوټر جوړ شوى دى .
د سويلي هندوستان فلمي ستورې خوشبو د خپل هيواد پر يوې مجلې قانوني دعوه کړې چې د دې جعلي نيمه لوڅ عکس يې خپور کړى دى .

د مکسيم په نامۀ مجلې بخښنه غوښتې خو خوشبو وايي په بخښنه کار نه کيږي .

خوشبو بي بي سي ته وويل دې پوليسو ته شکايت کړى دى او د مجلې پر ضد يې د گام پورته کولو غوښتنه کړې ده .

په مجلې کې د ټوکو په هيله د خوشبو عکس داسې خپور شوى چې دا په جانگي يا نيکر کې ښيي او ورسره ليکلي دي (( هندي ښځې هيڅ کله سل په سله جعلي نه وي . ))

خوشبو تير کال په هند کې هغه وخت شور جوړ کړ چې تر وادۀ وړاندې يې جنسي اړيکي تاييد کړې .

په مدراس کې پوليسو وويل دوى د خوشبو شکايت اوريدلى اوس به نه يوازې د مجلې پر ضد گام اخلي بلکه ټولې خپرې شوې گڼې به يې هم بندوي .

خوشبو وايي د مجلې بخښنه نه منم .

د مجلې پر دوتنې يا پوښتۍ باندې خپور شوي عکس کې د خوشبو سر ښکاري او نور بدن چې د بل چا دى په تور نيکر کې ښځه ښيي .

خوشبو وويل (( هيله منه يم دا مجله داسې سزا وويني چې بيا پر ښځو ملنډې ونه وهي او ښځې ورته د ساعت تيرۍ وسيله ونه گرځي . ))

د مکسيم مجلې مسوول وويل دوى خواشيني دي چې خوشبو قهروړې شوې ده .

مسوول چلوونکي هيله وښووله چې هندي ستورې به محکمې ته لاړه نه شي . دۀ زياته کړه چې پر ښځو ملنډې نه وهي بلکه د هغوى درناوى کوي .

د مجلې چلوونکي سنيل ميهرا وويل د دۀ مجله ٨٠ زره گڼې خپريږي ، په زرگونو مينه وال لري خو ايله يو شکايت ترې شوى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت