|
بزگران وايي حکومت بايد ددوۍ توليداتو ته بازارپيدا کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د كرنې رياست په مزار شريف كې زعفران كرلي چې حاصل يې وارزوي . د كرنې د رياست چارواكي وايي چې يو خصوصي سوداګريز شركت دې ولايت ته د زعفرانو تخم راوړى او دوى له كروندګرو غوښتي دي چې په خپلو ځمكو كې يې وكري . د بلخ ولايت د كرنې چارواكو په ازميښتي توګه زعفران كرلي دي چې د تولېد كچه او نورې ځانګړتياوې يې جوتې كړي .كروند ګر وايي چې دوى د زعفرانو د رامنځته كولو هركلى كوي خو انديښنه لري چې د زعفرانو توليد ته به يې هم بازارپيدا نه شي . (( ددې ځمكه هيڅ ستونزه نه لري . كروندګر هيڅ ستونزه نه لري . هر تخم چې د كوكنارو پر ځاى وركوي مونږ يې هركلى كو . خو دولت يې د توليد لپاره بايد بازار ولټوي .مونږ غنم كرو پر يو من دو سوه پنځوس افغانۍ لګښت راځي خو په بازار كې يې من اويا افغانۍ اخلي .)) د افغانستان د كرنې د وزارت مرستيال مصطفي جواد چې د افغانستان شمال ته راغلى وايي چې د زعفرانو د كر د دودولو تر څنګ دغه وزارت په پام كې لري چې د كرنيزو توكو لپاره بازار پيدا كړي . ((مونږ دا مهال يو څه وخت ته اړتيا لرو چې د پلټنو له لارې جوته كړو چې څه ډول كولى شو چې كورني كرنيز توليد ته بازار ومومو .كه مونږ بيرته پاتې شو او د بازار موندنې شرايط د كروندګرو لپاره پيدا نشو كړى ، نو كروندګر له بهرنيو كرنيزو توليداتو سره سيالي نشي كولى . )) د روانې اونۍ په اوږدو كې لندن د افغانستان لپاره د نړيوال كنفرانس كوربه دى .په دې كنفرانس كې به نړيوال د افغانستان د بيا رغاونې لپاره د مرستو ژمنې وكړي . ځنې سيمه ييز كارپوهان هم پر همدې ټكي ټينګار كوي او وايي چې د لندن په كنفرانس كې بايد د افغانستان د كورني كرنيز توليد لپاره د بازارموندنې پر لارو خبرې وشي چې د كوكنارو د كښت مخنيوي ته سوله ييزه لار اواروي . چارواكي وايي چې د زعفرانو تولېد په اروپا كې بازار لري او په خورا جيګې بيې ډير اخيستونكي لري .يو جريب ځمكه يوه كيلو زعفران تولېدوي او ډير لنډ وخت كې حاصل وركوي . د كرنې افغان چارواكي وايي چې د كوكنارو پر ځاى د زعفرانو د كښت د دودولو تر څنګ غواړي چې په دې هيواد كې مالدارۍ ته هم وده وركړي . بلخ له ننګر هار او هلمند وروسته دريم ولايت دى چې د افغان چارواكو په وينا تير كال د نشيي توكو كركيله او توليد په كې ډير وو. په دې ولايت كې د كوكنارو د كښت د مخنيوي په موخه د زعفرانو د كښت د دودولو هڅې په داسې حال كې تر سره كيږي چې د نشيي توكو په وړاندې افغان وزارت د كوكنارود كښت ، توليد او قاچاق د له منځه وړلو او مخنيوي په موخه يوه ملي تګلاره جوړه كړې ده . د قانون واکمني او د قاچاقو مخنيوي ، د کوکنارو د كر مخنيوى ، د خلکو پوهاوى ،د وړتياوو لوړول ، د سيمه ييزې همکارۍ زياتوالي ، بزگرانو ته د بديل معيشت برابرول او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه ، ددغې تگلارې مهمې برخې دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||