BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:17 گرينويچ 2006 ,20 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بريالى ولي مو د اوومې سټوډيو ميلمه وو
اوومې سټوديو پروگرام
د اوومۍ سټوديو پروگرام هره جمعه په ماښامنى خپرونه کې خپريږى
ځوان اوتکړه سندرغاړى بريالى ولي مو د اوومې سټوډيو ميلمه وو

بريالى ولي ٣٣ کلن دى او دننگرهار ولايت د مرستون په څلورلاري کې زيږيدلى دى .

لومړى يې د ننگرهار تجربوي لومړنى ښوونځى او بيا يې دننگرهار د چک نوري ليسه پاى ته ورسوله .

د بايزيد روښان پوهنتون ته ورغى اود اقتصاد پوهنځي کې ېې په زده کړو پيل وکړ .

تردريم ټولگي پورې يي لوست ووايه خو شرايط سخت خراب شول او د ١٣٦٦ کال د ننگر هار دحوت ( کب ) تر ترخو جگړو وروسته له افغانستانه وتلو ته اړ شو .

د ولسمشر کرزي د حکومت په راتگ بريالى ولي هم هيواد ته ستون شو او اوس بيا په کابل کې اوسي . هلته د موسيقي په چارو بوخت دى اوپه يوه ټولنه کې په فعاليت بوخت دى چې د افغانستان د موسيقي ټولنه نوميږي .

په پيل کې پدې ټولنه کې ٢٢٠ تنه را غونډ شول خو اوس تر نيمايي پورې کسان ترې وتلي دي . ډيرې سندرې ېې پخپله جوړې کړې دي .

واده يې کړى او څلور ماشومان لري . دوې لوڼې او دوه زامن .

 له اوومې سټوديو څخه د خپرو شويو پروگرامونو ارشيف له اوومې سټوديو څخه د
خپرو شويو پروگرامونو ارشيف
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت