|
پيرمحمد باوري مو د اوومې سټوډيو ميلمه وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا اوونۍ مو په اوومه سټوډيوکي ښې ډيړې ټوکې وکړې او زيات مو وخندل. دا چې پيرمحمد باوري دلته په لندن کې اوسيږي نولنډ مو اوومې سټوډيوته را وغوښت او زما او اوريدونکو خورا ساعت ورسره تيرشو. پيرمحمد باوري هغه څوک دى چې ټوکې ليکي ، راټولوي يې او په خوند يې وايي. ده دومره ډير ې خپلې او د نورو ټوکې را ټولې کړې دي چې دوه کتابونه يي پرې ډک کړي دي . دريم کتاب يې هم چاپ ته پر لاره د ى . لومړنى کتاب يې د ټوکو ډالۍ نوميږي او دوهم ته ېې د خندا نوم ورکړى دى . نوموړى له پنځوسوکلونو اووښتى دى او دکندهار د ارغنداب په سيمه کې نړى ته راغلى دى . د زده کړو ډيره برخه يې په پوځ کې وه. له حربى ښوونځي نيولې بيا ترحربي پوهنتون پورې . بيا نوتاسو پخپله پوهيږي حالات خراب شول او دى هم لندن ته راغي چې تر اوسه همدلته اوسي ، د لندن په لويديځ کې . درې لوڼې او درې زامن لري . اوومې سټوډيو ته زيات تلفونونه ورته وشول او څه د اوريدونکو ټوکې خو ډيرې ېې د ده خپلې وې . ځينو اوريدونکو دا پوښتنې هم ترې وکړې چې گواکې ځينې ټوکې ېې بربنډې او پرانستې دي . خو د ده ځواب داوو چې دومره خو لا هم نه دي خوپريږده چې هرڅوک د خپلې خوښې شي پکې ومومي . دلته يې يوه ټوکه دخندا له کتابه را اخلم : يوه نفر ديوه مامورڅخه پوښتنه وکړه چې ستاسې په دفترکې څوتنه کارکوي ؟ هغه ورته وويل چې لس تنه . بيا لومړي تن ورنه وپوښتل چې بې له ريس څخه لس نفره کا رکوۍ؟ ده په ځواب کې ورته وويل چې نه کله چې ريس نه وي نو يوازې زه په دفترکې وم |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||