BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:08 گرينويچ 2006 ,07 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بغلان ولايت د صنعت وضعه

د بغلان ولايت د صنعت وضعه
د بغلان ولايت مركز، د پلخمري ښار، د افغانستان له صنعتي ښارونو څخه ګڼل كيږي .
د غوري د سېمنټ د فابريكې او د سكرو د شپږو كانونو تر څنګ د ټوكر جوړولو فابريكه يا نساجۍ ،د قند او د ډوډۍ پخولو فابريكو اود دوو برېښنا كوټونو شتون دې ښار ته صنعتي بڼه وركړې ده .

د افغانستان د سېمنټو د دوو نورو فابريكو تر څنگ، چې يوه يې په هرات او بله يې په جبل السراج كې ده، د غوري سېمنټ يوازينۍ فابريكه ده چې په دې هيواد كې له اوږدو جګړو څخه وروسته هم توليد لري . په دې فابريكه كې ۵۲۷ تنه پر كار بوخت دي .خو چارواكي يې وايي چې دا مهال يې فابريكه بنسټيزې بيا رغاونې ته اړتيا لري .

د فابريكې تخنيكي مرستيال وايي :

(( په هرو پنځلس كلونو كې بايد په بنسټيز ډول بيا رغېدلې واى .خو له بده مرغه په ۴۳ كلونو كې يو ځل هم په بنسټيز ډول نه ده جوړه شوې .تاسو وګورئ د سېمنټو دې بټۍ ته چې كږه شوې ده ، لنډه شوې هم ده .خو تر اوسه چې چليږي دا هم د فابريكې د تخنيكي كاركونكو له بركته ! . نه يې پريږدي چې يوه دقه هم ودريږي .))

انجينر عبدالكريم د غوري د سېمنټود فابريكې مشري په غاړه لري ، نوموړى په دې اړه وايي .

(( دا چې فابريكه زړه شوې ده .ځينې تخنيكي توكو ته اړتيا ده چې بايد بدلون ومومي .يو شمېر توكي زمونږ په وركشاپونو كې جوړيږي خو هغه چې نه جوړيږي بايد له بازاره راونيول شي . ځينې نورې ستونزې هم شته چې زمونږه لاسته راوړنې په اوبو كې لاهو كوي .

دا د يو شمېر كسانو له خوا د فابريكې د برېښنا ناوړه او په زوره كارونه ده .په دې كې ځينې پخواني كوماندانان هم راځي .مونږ څو ځلې پريكړه وكړه چې د هغوى برېښنا قطع كړو خو بريالي نه شو .او پريكړه مو داده چې هغه برښنا چې له فابريكې څخه بهر كاريږي پرې يې كړو . په دې اړه مو له جګو چارواكو سره خبرې كړي دي . كه دغه برېښنا قطع نه كړو په هره مياشت كې يو ميليون او پنځه سوه زره افغانۍ زيان رااوړي .))

دا فابريكه له نن څخه ۴۳ كلونه وړاندې د هغه وخت د چكسلواكيا هيواد په مرسته جوړه شوې وه او په ۲۴ ساعتونو كې يې د ۴۰۰ ټونه سمنټو د توليد وړتيا درلوده .ټاكل شوې وه چې له پنځلس كلنې كارونې څخه وروسته بايد دغه فابريكه په بنسټيز ډول بيا رغېدلې وى خو په افغانستان كې د جګړو له پيلېدو سره سم د چارواكو پام نظامي چارو ته واوښت .اوس مهال دغه فابريكه ۲۰۰ ټونه سېمنټ په ۲۴ ساعتونو كې توليدوي .

د افغانستان د سكرو كانونه د نړۍ له خطرناكو كانونو څخه دي .په دې هيواد كې په ټوليز ډول د سكرو ۱۱ كانونه شته دي چې د څو لسيزو د جګړو له كبله يې د تخنيكي چارو هغه لومړني امكانات هم له لاسه وركړي دي . كر كر د بغلان په ولايت كې د سكرو يو نامتو كان دى چې د ورځې ۱۲۰ ټونه توليد لري ، دا كان په كال ۱۹۳۹ ميلادي كې وموندل شو .

د سكرو له دې كانونو څخه نه يواځې د افغانستان ښارميشتې وگړي د سوند توكي
غواړي بلكې د غوري د سېمنټو په څير د فابريكو د سوند اړتياوې هم بايد پوره كړي .

د غوري د سمنټو د فابريكې ريس انجينر كريم يو ځل بيا اورو .

(( د سكرو فابريكه هم خپلې ستونزې لري . هغه تخنكي اړتياوې چې بايد وېلري نه يې لري .ددې لپاره چې تخنكي توكي يې له منځه تلي دي او ډير زاړه شوي دي .توليد يې ډير لږ دى او نشې كولى چې زمونږ د اومه توكو د پخولو لپاره د سوند توكي برابر كړي .))

په افغانستان كې د جګړو پر وخت ددغو كانونو د ولكې لپاره په سيمه كې لويې وسله والې نښتې د سيالو جګړه مارو ډ لو تر منځ رامنځته شوې . دې جګړو دغو كانونو ته زيانونه ورواړول خو بهر كه جګړې او ګولۍ اورېدې ، كارګران يې دننه د كان په سمڅو كې پر كار بوخت ول .د افغانستان د سكرو په كانونو كې د تخنيكي وسايلو د يشتوالي له كبله له ۱۱ څخه زياتې مرګونې پيښې رامنځته شوي دي، چې په ترڅ كې يې زيات شمېر كارګرانو ژوند له لاسه وركړى دى .

د بغلان د كر كر د كان كارګر د تخنيكي توكو غوښتنه كوي او زياتوي چې مياشتنۍ تنخوا يې هم بايد ډيره شي .

(( زمونږ ستونزه داده چې دولت هيڅ مونږ ته پام نه كوي .كه پاملرنه ولري مونږ ۲۰۰۰ افغانۍ مياشتنۍ تنخواه لرو په دې پيسو زمونږ هيڅ درد نه دوا كيږي.غواړو چې دولت په دې مظلومو كارګرو لږ پاملرنه وكړي .مونږ ۳۵ يا ۴۰ كاله كار كړى .پر مونږ ډيرې بدې ورځې راغلې خو مونږ خپله فابريكه پري نه ښوده . عسكرو سنګرونه خوشې كړل خو مونږ خپلې فابريكې پرې نه ښودې .غواړو چې دولت مونږ ته پاملرنه وكړي .))

دا د پلخمري د ټوكر جوړولو فابريكه ده .دا فابريكه په ۱۳۲۲ لمريز كال د جرمني په مرسته جوړه شوې ده .خو ځينې ماشينونه يې له پخواني شوروي اتحاد څخه پېرودل شوي دي .دا مهال دا فا بريكه دومره عايد لري چې د خپلو كارګرانو مياشتنۍ تنخواه او د توليد لپاره خام توكي برابر كړي .ددې فابريكې چارواكي شكايت لري چې پخوا به يې توليد ځينو وزارتونو اخيسته خو اوس يې نه اخلي .

ددغې فابريكې تخنيكي مرستيال وايي :

(( پخوا زمونږ ټوكر پر دفاع او د كورنيو چارو وزارتونو او د امينت پر رياست پلورل كېده .اوس د پاكستان او ازبكستان ټوكر راځي او د دولت پاملرنه هم دې ته كمه شوې ده چې له خپلو محصولاتو ګټه واخلي .۶۵۰ زره متره ململ لرو ، د روغتيا وزارت، زمونږ نه اخلي او له بازار څخه يې رانيسي .مونږ ډيرې ستونزې لرو .

يو شمير وسله والو او د زور خاوندانو د نساجۍ كورونه نيولي دي .ځمكې يې نيولي دي او ويشلي يې دي . دا اوس چې مونږ ۱۱۰۰ كورونه لرو او ۶۰۰ كاركونكي لا هم زمونږ كارګران بې كوره ګرځي . )).

مالوچ ددې فابريكې ستره اړتيا ده . له جګړو وړاندې د بغلان او كندوز ولايتونو زياتره ځمكه والو مالوچ كرل او د ځمكې توليد به يې د كندوز پر سپين زر او د بغلان پر ټوكر جوړولو فابريكو وپلورل .خو اوس كركيله ځكه له خنډ سره مخ ده چې زيات شمېر كروند ګر د ترياكو پر كرلو روږدي شوي .

د اوبو لګولو سيسټم هم د څو لسيزو جګړو له كبله ويجاړ شوى دى چې دې كار هم د فابريكې پر توليد ناوړه اغيز شيندلى دى .د بغلان د قند فابريكه چې د جګړو د كلونو په اوږدو كې له كاره لويدلې وه ، اوس د يوې جرمني كمپنۍ لخوا د بيا رغېدو په حال كې ده .

خو د فابريكې چارواكو د جغندرو يا لبلبو د دودولو لپاره پر ازميښتي كرنه لاس پورې كړى دى چې له دې لارې خلك وهڅوي چې د فابريكي د بيا توليد لپاره د جغندرو پر كرنه لاس پورې كړي.

د غوري برېښنا كوټ او د نساجۍ برېښنا كوټ هم ورته ستونزې لري .خو د ډوډۍ پخولو د فابريكي چارواكي بيا وايي چې غواړي سيسټم ته بدلون وركړي . كه څه هم د پلخمري د سيلو فابريكه توليد نه لري او پخوا به يې د كوپون لپاره دريمه درجه وړه توليدول خو اوس چې كوپون نشته ، نه ډوډۍ پخوي او نه هم د اوړو توليد لري .

د دغې فابريكې ريس ظفر خان بهادر وايي:

(( مونږ دوراني پانګه نه لرو .ددې لپاره چې زمونږ ژرندې دريمه درجه وړه د كوپون لپاره تولېدول . اوس هغه په خوانى رقابت نشې كولى همدا لامل دى چې فعاليت نه لرو .مونږ غواړو چې سيسټم ته بدلون وركړو .وړه په اوله درجه توليد كړو ، خلكو ته يې وړاندې كړو .

كه دا فعاله شي ، زمونږ سيسټم فعاله شي .طبعن له خلكو سره مرسته كيږي .كارګران جذ بوي .اوس خو د افغانستان د اسلامي جمهوريت سياست دادى چې دولتي فابريكې خصوصي سكټور ته لاړې شي .مونږ ددولت همدې ګام ته سترګې په لار يو ، چې څه كيږي .))

د پلخمري د ښار څيره په تيرو څلور كلونو كې مخ په بدلېدو ده .د بيا رغاونې د چارو په برخه كې ډير پرمختګونه شوي دي .خصوصي سكټورونو په دې ښار كې د څو پوړيزو ماركيټونو پر جوړولو لاس پورې كړى دى . د ولايت د دفتر د ودانۍ شاوخوا اوس تاسو د خټينو ودانيو په ځاى پخې هغه وينۍ چې په خوا يې شمير له نشت سره برابر وو.

د فابريكو د ستونزو په اړوند د بغلان د والي د غبرګون د اخيستنې لپاره د نوموړي دفتر ته ورغلم خو هغه د ديني علماوو د جرګې له غړو سره پر خبرو بوخت وو چې په دې ولايت كې د سولې د ټينګښت لپاره مرسته وكړي .

ددې جرګې يو غړي بي بي سي ته وويل:

(( د جګړو په پايله كې پاتې دي .يو زر ستونزې د جګړو په پايله كې پاتې دي .د كوكنارو كښت شته . غلاوې شته .ناامني شته .او د لويديځ يو لړ دودونه هم دلته راغلي دي . لكه د بربنډو او جنسي روږديدنې د فلمونو ليدل .دا د اسلام د سپيڅلي دين مخالف كارونه دي .په غونډه كې يو شمېر مشرانو خبرې وكړې او پريكړه دا وشوه چې ديني علما د يادو شو ډلو مركزونه پيدا او ولايت سره د هغو كسانو په نيولو كې مرسته وكړي چې په ورته كارونو لاس پورې كوي .))

د غونډې په پاى كې مې د پلخمري ولايت والي، حاجي علم راسخ، د فابريكو د چارواكو له خوا د وړاندې شوو ستونزو په اړوند وپوښتلو .نوموړي وويل .

(( رښتيا هم په تيرو وختونو كې دې فابريكو دا ستونزه درلوده .مونږ چې راغلو ددغو ستونزو داهواري لپاره مو يوه كميسون ته دنده وسپارله چې دا ستونزه هواره كړي.
كميسون د سرغړونكو ځايونه جوت كړي دي .مونږ ورته ويلي دي چې ددوى د برښنا ، د كورونو ټولې ستونزې اوارې كړي . او په نږدې راتلونكي كې به كورونه خالي او د فابريكي چارواكو ته وسپارل شي .))

له اوږدو جګړو وروسته د اوسني افغانستان اقتصادي نقشه يو ډير بېوزلى هيواد انځوروي .

چې د زياتره خلكو ژوند يې پر كركيله ، د څارويو پر ساتلو او بهرنيو مرستو ولاړ دى .فابريكي په هغه كچه نه دي چې وزګارو خلكو ته د كار شرايط په كې برابر شي . افغان دولت اوس غواړي چې دولتي فابريكې پر خصوصي سكټور وپلوري او له دې لارې د افغانستان صنعت ته وده وركړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت