BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:55 گرينويچ 2006 ,05 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وتلى سندرغاړى استاد خيال محمد مو ميلمه وو
تکړه سندرغاړى استاد خيال محمد
استاد خيال محمد د بي بي سي په اوومه سټوديو کې
دا اوونى مو د پښتو ژبې وتلى اوتکړه سندرغاړى استاد خيال محمد اوومې سټوډيو ته را بللى وو .

استاد خيال محمد په ١٩٤٧ کال کې د پيښور په ښارکې نړى ته راغلى دى . په خټه افريدى دى .

ده سخت اوگران کوچنيوالى لاره او له همدې امله يي زده کړې هم پاى ته ونه شوې رسولى .

په يوولس کلنى کې ېې لومړنى سندره وويله اوترهغه وروسته يې په سندرو ويلو پيل وکړ .

مشر ورور سيف الملوک ېې په پيښور راډيو کې سندرې ويلې اوخپل کشر ورور خيال يې هم دې چارې ته وهڅاوه . ترلنډې مودې وروسته يې پيښور راډيو ته بوت او هلته يې سندرې ثبت کړې .

هغه مهال سندرې ژوندۍ ويل کيدې او ده هم په ژوندي ډول سندره وويله او بيا يې ورته واوروله.

استاد خيال محمد خورا ډيرې سندرې لري چې شمير يې ده ته هم نه دى څرگند

دهر پروگرام په بدل کې ېې شل روپۍ ورکولې. کلونه تيرشول اوبيا ٤٠ روپۍ شوې.

سره له دې چې دا ډيرې پيسې نه وې خو دده تنخواه ترټولو لوړه وه .

وروسته يې د مشهورو شاعرانو غزل په سندروکې راټول کړل او سندرې يي لا پسې مشهورې شوې.

درحمان بابا، خوشحال خان خټک ، حميد ماشوخيل ، حمزه بابا اونورو غزل ېې پخپلو سندرو وپييل .

بيا يي د معاصرو شاعرانو شعرونه هم اخستل او ويل به يې. د خاطر افريدي، رحمت شاه سايل، محمد اعضم اعضم، قلندر مومند اونورو شعرونه يي هم خپلوسندروته غوره کول.

د پښتوفلمونولپاره يې هم خورا ډيرې سندرې وويلې اوپه سلوکې ٩٩ سندرې دده لخوا ويل شوې دي.

استاد خيال محمد د پروگرام په ترڅ کې اوريدونکو ته په ژوندى توگه سندرى ويلى

لومړنى فلمي سندره يي د خيبر د فلم وه چې پکې راغلى دى:

مونږه د خبير زلمى پښتو زمونږه شان دى – موږه پښتانه يو په وطن موځان قربان دى .

د هنر او موسيقي د برخې استاد يي نواب على خان وو.خو د گلزار علم په څير نوي سندرغاړي بيا د خيال محمد د لارې پيروان او دده د هنر شاگردان وگرځيدل.

خورا ډيرې سندرې لري چې شمير يې ده ته هم نه دى څرگند.

خيال محمد زموږ دا غوښتنه ومنله چې د جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې له ساز او اواز سره يوځاى اوومې سټوډيو ته راشي او د ژونديو سندرو تر څنگ له اوريدونکو سره د زړه خواله وکړي او ستاسو پوښتنې ځواب کړي.

استاد خيال محمد د هنر په نړۍ کې يو پياوړى سندرغاړى دى


 له اوومې سټوديو څخه د خپرو شويو پروگرامونو ارشيف له اوومې سټوديو څخه د
خپرو شويو پروگرامونو ارشيف
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت